ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ پوليس ټپيان دي

دوه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ پوليس ټپيان دي

مهترلام-ترينکوټ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): چارواکي وايي، چې د لغمان په مهترلام کې ناپېژانده وسلوالو دوه ملکي وګړي وژلي او يو يې ټپي کړى، بلخوا په اروزګان کې هم شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د لغمان د مرکز اړوند د عمرزيو په سيمه کې د ملکي وګړو په يو سراچه موټر ناپېژانده وسلوالو بريد وکړ.

د هغه په وينا، په دغې پېښه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او يو ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته يې پوليس لېږلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو ښايي پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې وي.

د سيمې يوه اوسېدونکي غورځنګ پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار يو سراچه موټر د مهترلام په لور روان و، چې د عمرزيو سيمې د حاجي بابا له کلي سره نږدې پرې پټ مخو وسلوالو بريد وکړ.

د ده په خبره، په دغې پېښه کې يو ماشوم او يو سړى وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند سيمو کې په دوو جلا پېښو کې يو پوليس وژل شوى او پنځه ټپيان دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ترينکوټ اړوند د ايلبکانو په سيمه کې د اروزګان–کندهار پر لويه لاره وسلوالو طالبانو ماينونه خښول، چې پوليسو پرې بريد وکړ.

د هغه په وينا، په ياده پېښه کې يو پوليس ووژل شو او درې ټپيان شول، ښايي وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي وي، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز نن سهار پوليسو د ترينکوټ اړوند سيمه کې د سړک پر غاړه د وسلوالو طالبانو له خوا د خښ شوي ماين پر شنډولو بوخت وو، چې پرې وچاودېد.

عايل وايي، چې په دغې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي او د دواړو پېښو ټپيان د اروزګان ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.