ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز لپاره د طالبانو نظامي مسوول ووژل شو

27 May 2012 - 12:13
27 May 2012 - 12:13

کندوزښار (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): ځايي چارواکي وايي، چې په کندوز ولايت کې د طالبانو نظامي مسوول د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې له څلور تنو نورو سره ووژل شو.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني نن د غبرګولي په اومه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د علي اباد ولسوالۍ د لاله ميدان په سيمه کې پر يوه کور ترسره شول.

نوموړي زياته کړه، چې په عملياتو کې د ټول کندوز لپاره د طالبانو نظامي مسوول ملا جلات له څلورو تنو نورو وسلوالو سره ووژل شو او د هغوى پنځه ميله وسله هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې ده.

حسيني زياته کړه، چې افغان او ايساف ځواکونو غوښتل، دغه طالب چارواکى ژوندى ونيسي، خو نوموړي او ورسره وسله والو يې ډزې کړې او وروسته په ځوابي ډزو کې ووژل، خو ګډو ځواکونو ته زيان ونه رسېد.

عبدالسلام د لاله ميدان د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې تېره شپه په داسې حال کې يې د ډزو غږونه واورېدل، چې الوتکې پر سيمې الوتنې کولې او يادو ډزو شل دقيقې دوام وکړ.

هغه زياته کړه: (( سهار چې د لمانځه لپاره جومات ته ولاړم، خلکو ويل چې جلات خان او د هغه وسلوال کسان د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.))

عبدالسلام، چې يو بزګر دى، زياته کړه، چې دوى ملا جلات د طالبانو د يوه قوماندان په توګه پېژاند، خو د هغه په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

همدارنګه په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا د ايساف ځواکونو په ملاتړ د علي اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مهم چارواکي د نيولو په موخه عمليات ترسره شول.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې د دولت يو شمېر وسلوال مخالفين ووژل شول.

سرچينې د طالبانو د دغه چارواکي نوم نه دى ښودلى او د هغه د برخليک په اړه يې هم څرګندونه نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې نوموړى د افغان او ايساف ځواکونو پر ضد بريدونه او ماين اېښودنې تنظيمولې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، امنيتي چارواکو تېره مياشت د علي اباد په ولسوالۍ کې د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې د عملياتو په پايله کې د ١٣ وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر هم ورکړى و، خو طالبانو دغه نيول شوي ملکي وګړي وبلل.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version