کابل (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او ١٣ نور ټپي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړه، چې دا پېښې په لوګر، غزني، ميدان وردګو، کندهار، اروزګان او کاپيسا ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو او ماين چاودنو له امله رامنځته شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ټپي سرتېري روغتونونو ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
وسلوالو طالبانو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.
پرون هم د ملي دفاع وزارت د هېواد په يو شمېر سيمو کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او ٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن