جلال اباد (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١) : د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د اجرائيه مدير په ګډون درې مامورين ووژل شول.
د هسکې مېنې ولسوال اسرار الله قاري زاده د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې چاودنه نن سهار په اوو بجو د ولسوالۍ ددوت خېلو اوکوټوالو سيمو ترمنځ رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله ددې ولسوالۍ پخوانى اجرائيه مدير، مالي مامور او يو عريضه ليکونکى، چې په سراچه موټر کې سپاره وو، وژل شوي دي.
د ولسوال پر وينا، په دغه پېښه کې، چې د سړک د غاړې ،مدير معلم قمبرخېل ځاى پرځاى وژل شوى او دوه تنو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.
د دولت وسلوالو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده،چې هسکه مېنه د ننګرهار سوېلي ولسوالي ده،چې د خيبر پښتونخواه له تيراه سره پر ګډه پوله پرته ده او څو کاله مخکې ايتلافي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د واده په يوه ورا هم بمبار کړى و .
د يوبل خبر له مخې، د دولت وسلوالو مخالفينو له دولت سره د تړاو په تور له بټي کوټ ولسوالۍ د حاجي خيال په نوم د يوه قومي مشر زوى تښتولى او تر وژلو وروسته يې جسد د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي کلي کې غورځولى دى.
د بټي کوټ ولسوال حاجي زلمي وويل، چې د عدلي طب تر معايناتو وروسته به نن سهار ٩ بجې ددغه تن جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن