ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
30 May 2012 - 12:55
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
30 May 2012 - 12:55

 کابل ښار (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو غټ سرټکي د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيک تړون، د نړيوالې ټولنې له خوا افغان پوځ ته د ناکاره او زړو تجهيزاتو ورکړه او د هېواد په ختيځ کې د القاعدې سازمان د يوه مشر وژل کېدل، شمېرل کېږي.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې له چين سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون د لاسليک موضوع څېړي او په دې اړه د سيمه ييز تعادل د ساتنې د غوښتونکې ترڅنګ په دې اند هم ده چې د چين په څېر له يوه هېواد سره د ستراتيژيکو اړيکو درلودل، د هر هېواد او په تېره بيا د افغانستان لپاره له زيات ارزښت او اهميت څخه برخمن دي.

دغه ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام د افغان چارواکو له چين سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره د پياوړې انګېزې شتون ته ګوته نيسي خو تر څنګ يې په دې اند هم ده چې ښايي افغان واکمن له چين سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په لار کې د امريکا له غبرګون څخه وېره ولري.

 ويسا ورځپاڼه په دې اند ده چې د چين هېواد هم د شانګهاى تړون په سيمه ييز سازمان کې مهم رول لري او هم د ملګرو ملتونو  سازمان په چوکاټ کې مهم ځاى لري او د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې دايمي کرسۍ او د ويتو حق لري؛ ځکه نو له دغه هېواد سره دوستي له سياسي او تبليغاتي دواړو اړخونو کولاى شي د افغانستان لپاره ګټوره وي.

همدارنګه د سرنوشت ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره په بهرنيو اړيکو کې د توازن غوښتونکې ده او په دې اند ده، څومره چې ستراتيژيک تړونونه زيات ارزښت لري او د افغانستان له راتلونکې سره مرسته کوي، همدومره له بېلابېلو هېوادونو سره په دې ډول اړيکو کې توازن هم د افغانستان پر راتلونکې ژور اغېز لري.

د سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده چې که له امريکا، برېتانيا، فرانسې، استراليا او ځينو نورو هېوادونو سره ستراتيژيک سندونه لاسليک کېږي، په کار ده چې د ورځپاڼې په خبره د چين په لمن کې پروت افغانستان له دغه هېواد سره هم ژورې او دوستانه اړيکې ولري، چې دا چاره د افغانستان له کورني ثبات او نړيوال دريځ سره مرسته کوي.

سرنوشت ورځپاڼه په داسې حال کې چې له چين سره ستراتيژيک تړون له دې اړخه هم مهم ګڼي چې له پاکستان سره د چين اړيکې خورا ټينګي دي او چين په افغانستان کې د ثبات لپاره پر پاکستان کارنده فشار راوړلى شي، له افغان چارواکو غواړي تر څو په دغه تړون کې هغه څه ځاى کړي چې له اقتصادي، سياسي او نظامي اړخه په افغانستان کې د حالاتو له سمون سره مرسته کولى شي.

د ملي آرمان ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د ملي پوليسو او ملي اردو تجهيز په داسې وسايلو چې زاړه او له کاره لوېدلي وي، څېړي او دا ډول کړنې د افغانستان د نړيوالو ملاتړو لپاره د شرم وړ ګڼي.

ملي آرمان ورځپاڼه د افغانستان هوايي ځواک ته د امريکا له خوا د ناکاره او نيمګړو الوتکو سپارلو ته اشاره کوي او په دې اند ده چې امريکا تر اوسه نه دي غوښتي او اوس هم نه غواړي ترڅو د افغان هوايي ځواک په په جوړښت کې مرسته وکړي.

دغه ورځپاڼه په دې اند هم ده چې که چېرې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو د تجهيز دوام په دې شکل وي چې ټول وسايل يې د ورځپاڼې په ليکنه، له کاره غورځېدلي او تاريخ تېري شوي وي، نو دا کړنه به د افغانستان د نړيوالو ملاتړو د سرټېټۍ او شرم سبب شي.

 د ماندګار ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي اوپداسې حال کې چې افغان ملي پوځ ته د نيمګړو او ناکاره تجهيزاتو له ورکړې څخه سرټکوي، له افغانستان سره دامريکا دمتحده ايالتونو د پوځي مرستو د څېړني او تفتيش غوښتونکې هم ده.

 ماندګار ورځپاڼه ليکي چې د امريکا د وسلو د بې کيفيته توب په اړه پورته شوې غوغا، دافغان پوځي چارواکيو اندېښنه ښکاروي، ځکه د ورځپاڼې په ليکنه هغه ١٥ الوتکې چې افغان هوايي ځواک ته سپارل شوې وې، د استفادې وړ ندي.

 ماندګار وړاندې بيا په داسې حال کې چې په دې اړه د افغان پوځي چارواکو اندېښنو څرګندولو دغه لومړى ځل نه ګڼي، ليکي چې د حيرانتيا ځاى دى چې د امريکا متحدو ايالتونه له هغې غوغا سره سره چې په سيمه او افغانستان کې يې د امنيت د ټينګښت په اړه په لار اچولې، څه ډول يې اجازه ورکړه چې د پنټاګون مشران، د استفادې نه وړ الوتکې افغان دولت ته وسپاري.

د ماندګار ورځپاڼه د خپل بحث په دوام هغه عملي لارې چارې هم څېړي چې کولاى شي دا ډول اندېښنې را کمې کړي او په دې اړه له امريکا پرته له نورو دوستو سيمه ييزو او نړيوالو قوتونو څخه د وسلې او تجهيزاتو پېرودو ته اشاره لري.

د هشت صبح ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان په ختيځ کې د القاعده سازمان د يوه مشر وژل کېدو ته پاملرنه کړې ده، خو په دې اند ده چې امريکا د القاعدې پر عکس، له طالبانو سره په مبارزه کې چندان بريالۍ نه ده او د ورځپاڼې په خبره، امريکا او متحدين يې هغه جديت چې له القاعدې سره په مبارزه کې لري، داسې نه ښکاري چې له طالبانو سره په مبارزه کې دې يې هم ولري.

هشت صبح ورځپاڼه په دې اند ده چې که د افغانستان نړيوال ملګري په پاکستان کې د طالبانو اډې په نښه کړي، د دغه هېواد د عملياتو توان به په کلکه کمزورى شي او دورځپاڼې په خبره د طالبانو هغه شمېر مشران چې په پاکستان کې مېشت دي او له هغه ځايه په افغانستان کې د تاوتريخوالي مشري کوي، که ايبټ آباد عملياتو ته په ورته عملياتو کې په نښه شي، په هېواد کې دننه به د دوى وسلوالې ډلې وشړېږي.

 هشت صبح ورځپاڼه په دې اند هم ده چې کله طالب مشران احساس کړي چې په پاکستان کې خوندي نه دي، هغه څه ته به غاړه کېږدي چې د افغان جګړې سياسي حل ګڼل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.