ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي خلک له دولته د بيارغونې کارونه غواړي

3 Jun 2012 - 15:07
3 Jun 2012 - 15:07

لښکرګاه (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١):د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونكي وايي،چې په تېرو لسو كلونو كې د ناامنيو له امله يې په سيمه کې د بيارغونې هېڅ کارونه،نه دي شوي او له دولت څخه يې وغوښتل چې دغه کارونه پيل کړي.

ددې ولسوالۍ دلوى مانده،كوفكي،چاه انجير،۳۱ غربي او شرقي نومې سيمو شاوخوا پنځوسو قومي مشرانو د غبرګولي په ١٤مه د ولايت په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته د خپلې ولسوالۍ د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى او قومي مشر حاجي انورخان پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې سيمه دولت له مخالفينو څخه نيول شوې،خو د بيارغونې کارونه په کې نه دي پيل شوي.

هغه زياته کړه،چې پخوا د ناامنيو له امله دلته بيارغونه نه کېدله خو اوس چې سيمه له مخالفينو پاکه شوې، نو د بيارغونې لپاره هم زمينه برابره شوې ده.

د نوموړي په وينا، هغه سړک چې هرات او نيمروز ولايتونو ته تللى، له نادعلي څخه تېريږي، خو د دغه سړک د رغولو چارې هم د ځنډ ښکار دي.

حاجي انورخان د دې ترڅنګ دا هم وويل، چې په سيمه کې يې روغتيايي اسانتياوې نشته، ښوونځي بند دي او اوسېدونکي له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

د حاجي محمدصادق په نوم يوه بل قومي مشر خبريالانو ته وويل، چې په تېرو درېيو كلونو كې په دې ولسوالۍ كې ټول د بيارغوني كارونه د نادعلي په مركز او دويمه حوزو كې عملي شوي او لري پراته کلي له دې څخه بې برخې پاتې شوي دي.

نوموړى وايي، چې د سړک د خرابوالي له امله دوى نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت د ولايت مرکز ته ورسوي.

د حاجي نعمت الله په نوم يو بل قومي مشر هم وويل، چې څلور کاله مخکې د سړک د جوړېدو ژمنې شوې خو تر اوسه هېڅ کار نه دى شوى.

د ده په خبره، چې كه يې دولت او مرسته كوونكي هېوادونه ستونزې ور هوارې كړي، روغتيايي مركزونه، ښوونځي او سړك جوړ كړي نو د سيمې خلک به د امنيت په ساتلو کې هم ډېره مرسته وکړي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل د دې سيمې د خلكو ستونزې پر ځاى بولي او وايي چې د ښوونځيو لپاره منظور شوې ودانۍ او د روغتيايي مركزونو لپاره ډېر ژر په عملي ډول په كار پيل وكړي.

هغه زياته کړه، چې له لښكرګاه څخه ګرشك ولسوالۍ ته د ناد علي په ځينو سيمو كې د تېر شوي سړك كار په دوو پړاوونو كې جوړيږي چې ۱۱ كيلومتره تر چاه انجير پورې جوړ شوى او دويم پړاو به يې هم په نږدې وخت كې پيل شي.

والي وويل، چې د همدې سيمې لپاره ځانګړې شوې پروژې او بوديجه كومې بلې سيمې ته نه ده وركول شوې.

پخوا د نا امنيو له امله په دې سيمه کې د بيارغونې کارونه ځنډېدلي وو، اوس چې امنيت ښه شوى نو د بيارغونې کارونه هم پيليږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version