Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک١٥غبرګولى٩١):د ميدان وردګو چارواکي وايي،چې وړمه ورځ په دې ولايت کې د کوچيانو او هزارګانو ترمنځ په څو ساعته نښته کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوچيانو او هزارګانو ترمنځ نښته وړمه ورځ مازيګر٤ بجې ددې ولايت د دايميرداد او د بهسودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ تر منځ د “کيجاب ” په سيمه کې رامنځته شوه.

شاهد وويل چې له نښتې وروسته د شپې لس بجې د ملي اردو او پوليسو ٢٠٠ سرتېري سيمې ته  تللي، چې  په  رسېدو سره يې نښته پاى ته رسېدلې او اوس هلته کومه ستونزه نشته .

د شاهد د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې ، چې د يادو دواړو قومونو تر منځ په دې ولايت کې   د پخوانيو ستونزو له امله رامنځته شوې، څلور کوچيان او يو ځايي هزاره اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو په ځينو سيمو کې په تېرو څو کلونو کې څو ځله د څړ ځايونو پر سر د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ نښتې شوي، چې مرګ ژوبله يې هم لرله .

په کابل کې د ايمرجنسۍ روغتون يوه کارکوونکي هم تاييد کړه ، چې له يادې نښتې د کوچيانو درې ټپيان دې روغتون ته وروړل شوي دي.

شاهد وويل چې د ستونزې د حل لپاره د ولايت مقام لخوا يو پلاوى هم سيمې ته لېږل شوى دى.

خو د بهسودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال داراب پيکار پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ مازيګر مهال ددې ولسوالۍ په چشمه توغي ، دهن ګرماب ، ګرماب او قلعه مرادخان سيمو کې د کوچيانو او سيمې اوسېدونکيو تر منځ نښته پيل شوه .

دى وايي ، په دې نښته کې ، چې د سهار تر اتو بجو يې دوام درلود، درې تنه د سيمې اوسېدونکي وژل شوي او دوه نور ورک دي .

 سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې يو جومات، څلورو دوکانونو او ١٩ کورونو ته هم اور اچول شوى دى .

دى وايي، چې سيمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي او اوس هلته کومه ستونزه نشته .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.