کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي چې د ايساف په هوايي بريد کې درې عرب وسلوال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد تېره شپه د سيداباد ولسوالۍد ډنډوکي په کلي کې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه،چې په دغه هوايي بريد کې درې عرب وسلوال وژل شوي او د هغوى وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم مسلم هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې دغه وسلوال عرب د سيمې له وسلوالو مخالفينو سره يو ځای څه موده مخکې سيمې ته داخل شوي وو.
شاهد وايي،د کشفي او اوپراتيفي معلوماتو پر بنسټ، تېره شپه ۲ بجې ياد عرب وسلوال د نوموړې ولسوالۍ د ډنډوکي په کلي د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول او مړي يې په سيمه کې پاتې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په سيداباد ولسوالۍ کې يې په يوه چاودنه کې درې پوليس وژلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن