ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چين  د ستراتيژيکې همکارۍ او مشارکت په نوم يو چوکاټ برابروي

افغانستان او چين د ستراتيژيکې همکارۍ او مشارکت په نوم يو چوکاټ برابروي

author avatar
8 Jun 2012 - 11:04
افغانستان او چين  د ستراتيژيکې همکارۍ او مشارکت په نوم يو چوکاټ برابروي
author avatar
8 Jun 2012 - 11:04

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): افغانستان او چين وپتيله ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ستراتيژيکې همکارۍ او مشارکت په نوم يو چوکاټ برابر کړي.

د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اعلاميه کې راغلي،چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو دنده اخيستې،چې ددغه مشارکت او ستراتيژيکې همکارۍ د تحقق لپاره د يوې کاري برنامې پر طرحې باندې کار پيل کړي.

دغه اعلاميه د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د غبرګولي ١٩ مه) پژواک اژانس ته رارسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چين د ولسمشر هوجين تاو د بلنې په اساس، افغان ولسمشر حامدکرزي د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ګډون په موخه د غبرګولي له ۱۶ څخه تر۱۹ نېټې پورې دغه هېواد ته سفر وکړ او نن يې له هو جين تاو سره هم وکتل.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او د علاقې وړ ګډو سيمه ييزو او نړيوالو موضوع ګانو په اړه په مفصل او څرګند ډول خبرې وکړې او موافقې ته ورسېدل.

د افغانستان او چين ترمنځ د۱۹۵۵ زېږديز کال دجنوري مياشتې له ٢٠ نيټې راهيسې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې دي.

په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان او چين ترمنځ دغه همکاري په هېڅ ډول د درېيم لوري پرخلاف هدف نه تعقيبوي.

د دغې ستراتيژيکې همکارۍ دمنځپانګې او د اساسي اصولو له مخې، د چين ولسي جمهوريت او د افغانستان اسلامي جمهوريت (له دې وروسته د لورو په نوم) يو لړ تفاهمونو ته سره ورسېدل.

 په اعلاميه کې راغلي، دواړه لوري غواړي چې خپله همکاري او ستراتيژيک مشارکت د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصلونو له مخې، د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور د مندرجو موخو او اصولو او د نړيوالو قوانينو د منل شويو موازينو پر اساس رامنځ ته کړي.

دغه راز وايي،چې هم به د چين او افغان دولت ترمنځ  د۱۳۸۵ کال د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو د معاهدې د مندرجو اساسي اصولو او نورو دوه اړخيزو اسنادو په رڼا کې خپله همکاري او مشارکت جاري وساتي.

په اعلاميه کې دواړو لورو موافقه کړې، چې دغه همکاري او ستراتيژيک مشارکت به د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه دوامداره او جامع اړيکه وي، چې د دواړو هېوادونو او د هغو د خلکو اساسي ګټې به خوندي کوي.

اعلاميه وايي،چې په بېلابېلو سياسي، اقتصادي، فرهنګي او امنيتي برخوکې همکاريو ته به دواړه هېواودونه پراختيا ورکوي او دغه د همکاريو او ستراتيژيک مشارکت به په سيمه او له هغې څخه ها خوا د سولې، امنيت، ثبات او پراختيا په برخه کې ګټور تمام شي.

د سرچينې په وينا، دواړه لوري به د تفاهم او د متقابل باور د زياتوالي په موخه د حکومتونو، مقننه قواوو او د دواړو هېوادونو د سياسي ګوندونو ترمنځ تبادلاتو او همکاريو ته پراختيا ورکړي.

دواړو لورو ژمنه کړې ده، چې په ملي حاکميت، يووالي، او په ځمکنۍ بشپړتيا پورې د اړوندو موضوع ګانو په تړاو د يو بل کلک ملاتړ وکړي او اجازه به ور نه کړي، چې له قلمرو څخه يې د بل لوري پرخلاف هر ډول فعاليت ترسره شي.

د افغانستان لوري (( د يو موټي چين)) سياست ته د احترام لپاره پر خپلې ژمنې باندې بيا ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د چين د خلکو ولسي حکومت يو قانوني نظام دى او د چين له ټولې خاورې څخه استازيتوب کوي.

 په اعلاميه کې افغانستان د تايوان، په تبت پورې د اړوندو مسلو، سنکيانګ او د ستر چين په  ګټو پورې د اړوندو نورو مهمو موضوع ګانو په اړه د چين له دريځ څخه په کلکه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د چين لوري په افغانستان کې د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړى او ويلي يې دي، د چين لورى باور لري، چې افغانستان به ډير ژر د نړيوالو همکارانو په ملاتړ او همکارۍ په سولې او پراختيا برلاسى شي.

دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د افغان او د چين دولتونه به د۱۳۸۵ کال د موافقې له مخې، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو او پانګې اچونې د پراختيا لپاره د نويو لارو چارو د لټولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې خپلې عملي همکارۍ به د انرژۍ د سرچينو، د زيربناوو د پراختيا، انجينري او دکرنې په برخوکې پياوړې کړي.

د چين لوري اعلان وکړ، چې د چين حکومت د۱۳۹۱ کال (۲۰۱۲) لپاره د افغانستان دولت ته ۱۵۰ ميليونه يوان ( چې نږدې ٢٠ ميليون امريکايي ډالر کيږي ) بلا عوضه مرسته برابره کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې د چين لورى به د افغانستان د فني او تخنيکي کارکوونکو لپاره روزنيز پروګرامونه برابر او هغو ته به دوام ورکړي او لا ډېر فرصتونه به ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو په برخه کې برابر کړي.

دواړه لوريو ترهګري، افراط ګرايي، جدايي طلبي او سازمان ورکړل شوي جرمونه چې په هره بڼه وي په کلکه مردود وګڼل.

د چين لوري د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د ناظر غړي په شمول د افغانستان له پراخ رول څخه هرکلى وکړ او د سيمې له هېوادونو سره د همکاريو د پراختيا لپاره يې د افغانستان له هڅو څخه ملاتړ وکړ.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړه خواوې د سيمې د هېوادونو انديښنې او معقولې ګټې مني او هغو ته احترام کوي او هم د سولې، ثبات او د سيمه ييزې پراختيا په لاره کې يو له بل سره کار وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.