کندهار (پژواک ٢٦ غبرګولى ١٣٩١): د ژېړۍ ولسوال وايي، چې دغې ولسوالۍ د جګړو له امله سخت زيانونه ليدلي، خو د بيارغونې کارونه په کې ډېر لږ شوي، چې هېڅ په حساب کې نه راځي او په دې نوم راغلې پيسې د څو تنو شخصي جېبونو ته تللې دي.
ژېړۍ د کندهار ښار لوېديځ پلو د کندهار_هرات پر لويه لاره پرته هغه ولسوالۍ ده، چې د وسلوالو مخالفينو مهم پټنځاى ګڼل کېده او دلته يې ثابت مرکزونه لرل، خو دوه کاله وړاندې دغه ولسوالۍ د همکارۍ د تدابيري پلان د عملياتو له لارې د مخالفينو له ولکې و ايستل شوه.
د ژېړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي د دغې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت، حکومتوالۍ او پرمختيايي چارو په اړه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوه کاله وړاندې ژېړۍ د کندهار تر ټولو ډېره نا امنه سيمه وه.
هغه زياته کړه: ((هغه مهال حکومت يوازې د ژېړۍ پر پنځه سلنه خاوره حاکميت درلود، خو اوس د خلکو او قومي مشرانو په قربانيو تر ډېرو نورو ولسواليو باامنه شوې او حکومتي چارواکي د دغې ولسوالۍ کليو ته هم سفرونه کوي.))
د نوموړي په وينا، تر عملياتو وړاندې دغه ولسوالۍ يوازې د ولسوال او امنيه قوماندان له خوا اداره کېده، خو وروسته په کې د بېلابېلو دولتي ادارو مامورين هم په کار وګومارل شول.
دى وايي: ((نويو ګومارل شوو مامورينو ته د دولتي معاش ترڅنګ د حق الخطر په نوم يوه اندازه پيسې ورکول کېدې، خو د تېر کال د وږي له مياشتې، چې دغه پيسې بندې شوې، ډېر مامورين يې بېرته له لاسه ورکړي او د کم معاش له امله کار ته زړه نه ښه کوي.))
هغه وويل، اوس يې بيا هڅې پيل کړې، چې خپل تش بستونه بېرته ډک کړي او په دې برخه کې ورسره د ولايت مقام ژمنه کړې، چې کارکوونکو ته به کافي معاش ورکوي.
نوموړي د دې ترڅنګ د مامورينو لپاره د ودانۍ او دفترونو نشتوالى هم يوه ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې پلاوي ته يې ٢٠ جريبه ځمکه د مامورينو لپاره د کار ځايونو د جوړولو په موخه په واک کې ورکړه، هغوى يې نقشه واخيسته، خو عملاً يې هېڅ هم ونه کړل.
هغه په ولسوالۍ کې د کليوالي شوراګانو د اصلاح خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې په دغو شوراګانو کې يې هغه کسان د غړو په توګه ګومارلي، چې په ولسوالۍ کې اوسېږي، نه هغه کسان چې په ښار کې اوسېږي او يوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.
سرحدي د ژېړۍ ولسوالۍ د بيارغونې په اړه وويل، چې دغې ولسوالۍ د تېرو ٣٤ کلونو جګړې پر مهال سخت زيانونه ليدلي، خو د بيارغونې کارونه پکې ډېر لږ شوي، چې هېڅ په حساب کې نه راځي.
هغه نيوکه وکړه، چې دغې ولسوالۍ ته د بيارغونې په نوم راغلې پيسې د څو کسانو شخصي جېبونو ته تللې دي.
نوموړي د بېلګې په توګه د ژېړۍ ولسوالۍ د کنډيالي سيمې د ښوونځي او روغتيايي مرکز او دغه راز د پاشمول سيمې د ښوونځي د ودانۍ يادونه يې وکړه، چې ډېرې پيسې ورباندې ولګېدې، خو کيفيت يې دومره خراب دى، چې په پرتله يې له خټو جوړه شوې ودانۍ ډېر مقاومت لري.
د هغه د پاشمول په سيمه کې له يوې بلې موضوع هم پرده پورته کړه او ويې ويل، چې د شپږو مياشتو لپاره د دغې سيمې ٣ زره اوسېدونکو ته د ويالو د پاکولو لپاره پيسې ورکول کېدې، خو په دې موده کې يې يو کيلومتر ويالې هم پاکې نه کړې او ټولې پيسې د درېيو يا څلورو تنو جېبونو ته تللې.
ده وويل، په دغه کار کې د امريکايي ځواکونو د هغه مهال کيپټن، د ملي اردو قوماندان او د سيمې يو شمېر اوسېدونکي سره شريکان وو، چې وروسته يې د ډېر فشار په پايله کې دا کار بند کړ.
ولسوال دا هم وويل، چې په دغې ولسوالۍ کې ډېرې پيسې پر نظامي فعاليتونو لګېدلې او دغې ولسوالۍ ته د بېسونو او پوځي مرکزونو د ساتلو په موخه تر ٨٠ او ١٠٠ زره پورې کانګرېټي خښتې راوړل شوې، چې د يوې خښتې قيمت ٢ زره امريکايي ډالر او د ټولو لګښت ١٥٠ ميليونه ډالره دى.
دى وايي: ((په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو او ملي اردو ټانکونه او نورو وسايط د همدغو کانګرېټي خښتو په پناه کې تګ او راتګ کوي.))
نوموړي دغه راز وويل، چې بهرنيو ځواکونو په دې ولسواليو کې د پوليسو لپاره د پوستو په جوړولو ٢٥٠ زره امريکايي ډالر لګولي او هرې پوستې ته يې د اوسېدو درې درې کانټينر اېښي، چې هغوى په کې خپل ځانونه هم خوندي نه شي ساتلى.
دى وايي، د بهرنيو ځواکونو له مسوولينو سره يې په دې اړه خبرې کړې او ورته ويلي يې دي، چې د پوليسو لپاره دې د امنيتي پوستو ودانۍ په پاخه شکل جوړې شي، تر څو د ډېر وخت لپاره ترې استفاده وشي.
نوموړي زياته کړه: ((په ژېړۍ کې ډېرې پيسې د خلکو له خوښې او اړتيا پرته بې ځايه لګېدلې، خو اوس ورسره ژمنه شوې، چې د بيارغونې کارونه به اوس مهال د سيمې د خلکو په غوښتنه د کليوالي شوراګانو له لارې ترسره کېږي.))
سرحدي وويل، له بهرنيانو يې دا هم غوښتي، تر هغه مهاله چې هغوى وځي په پاته موده کې دې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې داسې بنسټيز کارونه وکړي، چې د ډېر وخت لپاره خلکو ته ګټه ورسوي.
هغه وويل، په ژېړۍ ولسوالۍ کې د لويو ويالو، سربندونو، استنادي دېوالونو، د ولسوالۍ په مرکز کې د زده کوونکو لپاره د يوې ليليې د ژېړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو پر سر د يوه پنځوس بستريز روغتون او يوه لوى کولډ سټور (سړه خونه) جوړول د خلکو بنسټيزې اړتياوې دي.
ده وويل: ((زموږ په ولسواليو کې جګړې د مېوو د حاصلاتو پر مهال ډېرېږي او د دغو مېوو لپاره لوى مارکېټ د پاکستان هېواد دى او هغوى ځکه دغه مهال دغلته جګړې ته زور ورکوي، چې کروندګر او باغ لرونکي مجبور شي خپلې مېوې په ارزانه بيه دغه هېواد ته ولېږي.))
د ژېړۍ امنيه قوماندان سمونمل معصوم خان هم وايي، چې د دغې ولسوالۍ په ټولو ساحو کې د پوليسو پوستې شتون لري، چې له هغو سره د ايساف او ملي اردو ځواکونه هم مله دي، چې شمېر يې لسو زرو تنو ته رسېږي.
هغه زياته کړه، که دوې مياشتې وروسته له دغې ولسوالۍ بهرنيان وځي، نو دا به ګرانه وي، چې دوى په يوازې توګه د امنيت ساتنه وکړي؛ ځکه پوره اکمالات، وسايط او وسلې نه لري.
نوموړي د دې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې دې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل زيات او په پوره توګه دې اکمال او تجهيز شي؛ ځکه اوسمهال دوى د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP