Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عدليې وزير: په قضايي بنسټونو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کوو

د عدليې وزير: په قضايي بنسټونو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کوو

author avatar
24 Jun 2012 - 16:16
د عدليې وزير: په قضايي بنسټونو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کوو
author avatar
24 Jun 2012 - 16:16

کابل ښار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د عدليې وزير وايي، چې له اداري فساد څخه د هېواد د عدلي او قضايي اورګانونو د پاکولو لپاره جدي مبارزه کوي او له دې وروسته په دې برخه کې هېڅ غفلت نه شي زغملى.

د عدليې وزير حبيب الله غالب، چې نن (د چنګاښ ٤مه) يې د مرکز او ولايتونو د عدلي او قضايي رييسانو په ګډ ورکشاپ کې، چې د (د با کيفيته عدلي خدمتونو د وړاندې کولو څېړنه او ښه کول) تر نامه لاندې په کابل کې خبرې کولې، په ولايتونو کې د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو غصب په هېواد کې يوه ستره ننګونه وبلله او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يې د تګلارې د جوړولو خبر ورکړ.

غالب وويل، چې دغه وزارت د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه يوه نوې تګلاره ترلاس لاندې نيولې ده.

د عدليې وزير وويل، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه کوي او له دې وروسته په دې برخه کې هېڅ غفلت نه شي زغملى.

هغه وويل: “که چېرې په دې برخه کې کوم غفلت وشي، زه حتى له قانون څخه سرغړونې ته ترجيح ورکوم، هر څوک چې راته ثابت شي، چې په داسې کار مرتکب شوى دى، ترجيح ورکوم، چې د قانون خلاف له کاره ګوښه شي او اداره له فساد څخه پاکه کړم.”

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ولسمشر کرزي په ګډون د قانون د ټينګښت، ښې حکومتوالۍ ته د زمينې د برابرولو او د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه د درې ګونو قواوو مشورتي او فوق العاده غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې ولسمشر کرزي د اداري فساد شتون، د خلکو او حکومت د جايدادونو غصب او ناامنۍ سترې موجوده ستونزې وبللې او ويې ويل، چې حکومت په تېرو لسو کلونو کې د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې ناکام پاتې دى.

د عدليې وزير په خپلو خبرو کې په ځينو نا امنو ولايتونو کې د عدلي او قضايي اورګانونو له خوا خلکو د حقوقي ستونزو د نه څېړنې پخلى وکړ او ويې ويل، چې دغه کار د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړى دى.

د عدليې وزير ومنله، چې په يو شمېر ولايتونو کې د زورواکو له خوا د دولتي او شخصي ځمکو غصب زيات شوى او د ځمکو ډېرى نومرې په جعلي اسنادو د زياتو پيسو په مقابل کې خلکو ته وېشل شوې دي.

هغه وويل: “د څېړنو پايلې ښيي، چې د جګړې په کلونو کې په رسمي دفترونو په ځانګړې توګه د ماليې وزارت په املاکو او محکمو کې په اسنادو کې جعل ترسره شوى او لاسوهنه په کې شوې ده، له دې امله دقيقې څېړنې ته اړتيا لري.

هغه د عدلي نهادونو له مسلکي کارکوونکو نه وغوښتل، څو د دې ادارې له نويو پروګرامونو سره د حکومتي دفترونو د اسنادو د څېړنې پر مهال د څارنوالانو په شان دنده ترسره کړي او د خپلو څېړنو پايلې محکمو ته وړاندې کړي.

په دغه ورکشاپ ګې، چې د مرکز او ولايتونو د بېلابېلو عدلي او قضايي ارګانونو د څه باندې سلو رييسانو په ګډون د درېيو ورځو لپاره جوړ شوى دى، د حقوقي مسايلو په اړه د پوهاوي، د دغو پروګرامونو د پر مخ بيولو لپاره د ننګونو او په دې اداره کې د پنځه کلنې تګلارې د موضوعاتو په اړه به بحث او خبرې وشي.

د دغه ورکشاپ د يو شمېر ګډون کوونکو په وينا، په ادارو کې د فساد زياتېدل د دې لامل شوي، چې د مرکز او ولايتونو اوسېدونکي د هېواد په اداراتو په ځانګړې توګه په عدلي او قضايي اداراتو نيوکې وکړي.

د دغه ورکشاپ يوه ګډون کوونکي د زابل د عدليې رييس برهان الدين حيدرګل  پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې د زابل ډېرى خلک د امنيتي ننګونو له امله حقوقي نهادونو ته لاسرسى نه لري او د مسلکي کارکوونکو د استخدام په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

حيدرګل زياته کړه: “د ولسواليو په کچه خلک د خپلو حقوقي ستونزو د هوارولو لپاره عدلي اورګانونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وختونه د خپلو شخړو د هوارولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.”

هغه زياته کړه، مسلکي کسان د امتيازاتو د کموالي له امله د زابل په شان ناامنو ولايتونو کې دندې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.