ميدان ښار (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د ميدان وردګو د مرکز په ګډون په سيداباد او نرخ ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال شپږ وسلوال طالبان، درې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي وژل شوي او درې وسلوال ژوندي نيول شوي دي.
د ميدان وردګو د سيداباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم د چنګاښ په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا شپه شاوخوا ٢ بجې څلورو ماين خښوونکو غوښتل، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره د سالارو په سيمه کې ماينونه خښ کړي، چې د ايساف د هوايي ځواک له خوا په نښه شول او په پايله کې يې دوه تنه ووژل شول او دوه نور يې ژوندي ونيول.
د هغه په وينا، د وژل شوو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي او له نيول شوو يو شمېر لاسي بمونه، ۲۵ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او د ماين اېښودنې وسايل هم ترلاسه شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال نيول شوي ماين خښوونکي له افغان ځواکونو سره دي او پوښتنې ترې روانې دي.
د ده په خبره، په وژل شوو کې د وسلوالو سرګروپ ضياءالرحمن هم شامل دى، چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د قوماندان اميرګل مرستيال هم و.
د سيداباد ولسوال دغه راز وويل، چې پرون مازيګر د دغې ولسوالۍ د اوتړې په سيمه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ او وسلوالو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د وژل شوو مړي په سيمه کې پاتې دي او له دوى څخه هم يو شمېر لاسي بمونه، د کلاشينکوف شاجورنه او پرتلې هم ترلاسه شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې اکمالاتي موټر هم سوځېدلي او امنيتي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د غلو غونډۍ او د ميدان ښار د ملاخېلو په سيمو کې هم د ملي اردو او خصوصي امنيتي کمپنۍ کسانو له وسلوالو طالبانو سره تېر مازيګر نښتې کړې دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو نښتو له امله يو وسلوال طالب په ملاخېلو کې وژل شوى او بل په نرخ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ژوندى نيول شوى دى.
د ده په وينا، په نرخ ولسوالۍ کې دغه راز په ياده پېښه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ درې ساتونکي هم وژل شوي او يو ټپي دى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن