ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندي خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شو

هندي خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شو

author avatar
28 Jun 2012 - 16:21
هندي خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شو
author avatar
28 Jun 2012 - 16:21

نوى ډيلى (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): د هندوستان د بهرنيو چارو وزير د خپل هېواد له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګې اچونې له ښو زمينو څخه په ګټې پورته کولو سره په دغه هېواد کې پانګه اچونه وکړي.

د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرشنا دغه څرګندونې نن (د چنګاښ په ٨ مه) په نوي ډيلي کې د افغانستان په اړه د پانګې اچونې نړيوال کنفرانس ته په خپلې پرانيستونکې وينا کې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د څلورو وزيرانو په ګډون د افغانستان د يوه لوړ پوړي پلاوي په ګډون د ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازيو ګډون کړى دى.

اېس اېم کرشنا وويل: ((له افغانستان څخه د بهرنيانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د هندوستان د خصوصي سکتور پانګه اچونه به د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولوبوي.))

نوموړي د افغانستان د امنيت په اړه د هندي کمپنيو اندېښنه پر ځاى وبلله ، خو زياته يې کړه، چې که  په ګڼ شمېر کې کمپنۍ په دغه هېواد کې پانګه اچونه وکړي، نو د امنيت لپاره به يې کافي اقدامات وشي.

کرشنا زياته کړه: ((موږ بايد د امنيت او بې ثباتۍ په اړه د هغو اندېښنو پر وړاندې مبارزه وکړو، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيانو په وتلو سره په خلکو کې پيدا شوې دي.))

نوموړي وويل، چې پانګه وال په افغانستان کې پانګې اچونې، د دغه هېواد خلکو ته د کار موندنې ، روزنې او نورو برخو کې مرستو سره خلکو ته هيلې پيدا کولى شي.

هغه د خپل هېواد له پانګه والو وغوښتل، چې د افغانستان له غني کانونو دې ګټه پورته کړي او په دې برخه کې دې پانګه اچونه وکړي.

هندي پانګه وال په داسې حال کې په افغانستان کې پانګې اچونې ته هڅول کېږي، چې د روان کال په اوږدوکې په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

افغان ځواکونه هڅه کوي، چې د تاوتريخوالي پېښې کابو کړي او له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيت چارې په خپل لاس کې واخلي.

ټاکل شوې، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته هندوستان په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو مرستې او پانګه اچونې کړې دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير يادې غونډې ته وويل، چې دوى د افغانستان په صادراتو کې محصول کم او اسانه کړى، څو د دغه هېواد سوداګري پراختيا او پرمختګ وکړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.