Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

اسعداباد (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د کونړ د کرنې او مالداري ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی او په ټولیز ډول ۱۸۰۰ ټنه چهارمغز ترلاسه شوي دي.

د کونړ ولایت د کرنې او مالداري ریاست د طبیعي سرچینو امریت د ساتل شوو سیمو مدیر تابیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغو سیمو کې چې  په تېرو کلونو کې په‌کې د چهارمغزو نیالګي کېنول شوي وو، ښه حاصل یې ورکړی او په وینا یې، د تېر کال په پرتله یې سږ کال په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه وویل: «په ډېرو سیمو کې د غوزانو (چهارمغزو) نویو کېنول شویو نیالګیو ښه حاصل ورکړی، سږکال موسم هم ښه و او همدا لامل دی چې د چهارمغزو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.»

نوموړی زیاتوي، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله بازار هم د پام وړ ښه شوی او په کور دننه او بهر یې ډېر پېرېدونکي پیدا کړي دي.

د کونړ، ناړۍ، غازي‌اباد، دانګام، اسمار، شیګل، چپه‌دره، ماڼوګی، وټه‌پور او څوکۍ هغه ولسوالۍ دي چې د چهارمغزو طبیعي او مصنوعي ونې او باغونه لري.

ورته مهال، هغه بڼ‌وال چې سږ کال یې چهارمغزو ښه حاصل ورکړی خوښ دي.

د دانګام ولسوالي د انځرو ناو سیمې یو اوسېدونکی عبدالوهاب وایي، د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یې په خپله ۳۵ جریب ځمکه د چهارمغزو نیالګي اېښي چې سږ کال یې ډېر نیالګي حاصل ته رسېدلي وو.

هغه وویل: «د نورو کلونو په پرتله په بازارونو کې د غوزانو نرخونه هم ښه او لوړ وو، زموږ باغونو سږ کال له دې امله ښه حاصل ورکړی چې له یوې خوا موسمي ورښتونه زیات وو، له بلې خوا پر وخت د زراعت ریاست له لوري درمل او بڼوالو ته لازمې مشورې ورکړل شوې.»

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر اساس، کونړ کې پر شاوخوا ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه د چهارمغزو ونې شته.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.