ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندي پانګه وال دې په افغانستان کې د پانکې اچونې له فرصتونو ګټه واخلي

هندي پانګه وال دې په افغانستان کې د پانکې اچونې له فرصتونو ګټه واخلي

author avatar
28 Jun 2012 - 17:36
هندي پانګه وال دې په افغانستان کې د پانکې اچونې له فرصتونو ګټه واخلي
author avatar
28 Jun 2012 - 17:36

نوى ډيلى (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): د بهرنيو چارو وزير ‌ډاکټر زلمى رسول وايي، چې په افغانستان کې له پانګې اچونې سره که له يوې خوا پانګه وال ښه عايد ترلاسه کوي ،نو له بلې خوا دغه کار د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هم ګټور ثابتيږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ٨مه) د هندوستان په نوي ډيلي ښار کې د افغانستان په اړه د پانګې اچونې نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال وکړې.

په دغه کنفرانس کې د څلورو وزيرانو په ګډون د افغانستان د يوه لوړ پوړي پلاوي په ګډون د ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

دغه کنفرانس ته د وينا پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د افغانستان په اړه د خلکو او نړيوالې ټولنې تر ټولو زياته اندېښنه د امنيت په اړه ده.

هغه زياته کړه: ((دا سمه ده، چې امنيتي ستونزې شته، خو دا هم حقيقت دى، په کومو سيمو کې چې امنيت خراب دى، هغه د افغانستان ډېره کمه برخه تشکيلوي.))

ډاکټر زلمي رسول دا هم وويل، په کومو سيمو کې چې امنيت خراب دى، هلته هم حالات د بدلېدو په حالت کې دي.

نوموړى وايي: ((موږ باور لرو، چې امنيت او ثبات له پرمختګ او د خلکو له سوکالۍ سره نېغ په نېغه اړيکې لري.))

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له هندي پانګه والو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د ښې پانګه اچونې له فرصتونو او د افغانانو د مېلمه پالنې له فضا څخه ګټه پورته کړي.

هغه د هندوستان له صنعتي کنفدراسيون (سي اى اى) او د هندوستان له حکومت څخه مننه وکړه، چې د افغانستان په اړه يې د دا ډول نړيوال کنفرانس کوربه توب وکړ.

هغه زياته کړه: ((دوه اونۍ وروسته په توکيو کې هم د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړېږي، موږ به په دغه کنفرانس کې د يو پر خپلو پښو ولاړ دولت پلان وړاندې کوو.))

ډاکټر زلمي رسول وويل، چې د افغانستان د حکومت يو له مهمو اصولو څخه دا دي چې د اقتصادي سکټور ملاتړ کوي او حکومت په دوامداره توګه د دې پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو هڅې کوي.

د نوموړي په وينا، کانونه، انرژي، ترانسپورټېشن او بيارغونه هغه سکټورونه دي چې په کې د ډېرې پانګې اچونې فرصتونه شته.

ډاکټر زلمي رسول ادعا وکړه، چې حکومت يې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې داسې قوانين جوړ کړي چې د سوداګرۍ په ګټه دي.

هغه زياته کړه، چې پانګه وال په افغانستان کې له پانګه اچونې سره که له يوې خوا ښه عايد ترلاسه کوي بلکې دغه کار د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هم ګټور ثابتيږي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان ١٩ کسيز لوړ پوړى پلاوى هم ګډون لري.

د سوداګرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خېل پرون پژواک اژانس ته وويل، چې په افغان پلاوي کې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ او صنايعو، ماليې د کانونو او کرنې وزيران، د ايسا او سوداګرۍ د خونو رييسان شامل دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.