Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ګردېز کې چاودنې دوه پوليس ووژل او لس ملکي وګړي يې ټپيان کړل

ګردېز (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې نن له غرمې وروسته په شوې چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او لس نور ټپيان دي.

چاودنه نن (د چنګاښ ١٠مه) له غرمې وروسته څه باندې درې بجې د ګردېز ښار په منځ کې د کابل بانک مخې ته وشوه.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دغه بايسکل په ګردېز ښار کې کابل بانک ته څېرمه د يوه دوکان مخې ته درول شوى و او چاودنه ورکړل شوې ده.

سمون وايي، چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او لس ملکي وګړي، چې د ښار دوکانداران او عام خلک دي، ټپيان دي.

د ګردېز د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر حيا ګل پکتين پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې چاونې دوى ته دوه مړي او لس ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د رحمت الله په نوم د ښار يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دى د يوه دوکان مخې ته ولاړ و، چې ناڅاپه لويه چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چاودنه زوروره وه او د نږدې دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې.

نوموړى وايي، چې تر دې مخکې هم څو څو واره د کابل بانک مخې ته چاودنې شوې او خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې د کابل بانک ودانۍ دې له ښار بهر ولېږدوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.