ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د طالب قوماندان دوژلو خبر ورکړل شو

2 Jul 2012 - 20:14
2 Jul 2012 - 20:14

شبرغان(پژواک١٢چنګاښ٩١): د جوزجان ولايت دولتي چارواکي وايې، چې پوليسو سره په نښته کې د طالبانو يوتن مشهور قوماندان له خپل ملګرى سره وژل شوى دى.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازديګرشاوخوا پرشپږو بجو د قوشتپي ولسوالۍ اړوند د قدوقلي په سيمه کې دپوليسواو وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوي ده.

نوموړي زياته کړه چې په دغه نښته کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا دلبر دلسوز له خپل يوه تن ملګري سره وژل شوى دى.

غيرت وويل،چې پوليس له يادي ولسوالۍ څخه د ولايت دمرکزشبرغان په لور روان وو، چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

دده په وينا، د وژل شوو کسانو جسدونه،يوميل کلاشينکوف،يوه تومانچه او يوه عراده موټرسايکل د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

غيرت وايي ، چې ملا دلبر تيره اونۍ دوه پوليس وژلي وو او يو رينجر موټر يې له ځانه سره تښتولى وو.

د قوشتپي ولسوال امين الله پژواک ته وويل، چې د طالبانو د سرګروپ ملا دلبر دلسوز وژنه به پر امنيت مثبت اثر وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې ملا دلبر په سيمه کې د پنځوسو وسله والوطالبانو مشري کوله او ددولت پرضد يې په دغه سيمه کې وسله وال فعاليت کولو.

ديادي پيښې په اړه ترواسه وسله والو طالبانو څه نه دى ويلي.

ديوه بل خبر له مخې دغور ولايت دمرغاب په سيمه کې دوسله والو طالبانو او يوه تن پخواني جهادي قوماندان احمد مرغابى د پلويانو ترمنځ وسله واله نښته شوى ده.

دغور لايت امنيه قوماندان سمونوال دلاروشاه دلاوري پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې ٢وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ نورټپيان دي او دغه راز د قوماندان احمد يوتن پلوى هم وژل شوى دى.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version