کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): ولسمشرکرزى وايي ، نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د هغو لومړيتوبونو د تحقق لپاره همکاري وکړي ، چې د افغانانو لخوا تشخيص شوي دي .
د ولسمشر د وياندوى مطبوعاتي دفتر لخوا د چنګاښ په ١٣ مه ، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي دغه څرګندونې نن په کابل کې د بريتانيا د نړيوالې پراختيا له وزير اندريو ميچل سره په ليدنه کې وکړې .
سرچينه زياتوي ،چې کرزي په تېرو کلونوکې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخوکې د بريتانيا د مرستو او همکاريو له امله مننه وکړه او په راتلونکو کلونوکې يې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او بريتانيا همکاري اړينه وبلله .
کرزي په دې ليدنه کې ويلي، ژمن دى ، چې د ښې حکومتوالۍ او په هېواد کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت لپاره رغنده ګامونه پورته او د رڼو انتخاباتو لپاره لارې چارې برابره کړي .
کرزي په نننۍ کتنه کې، د بريتانيا د هغو درېيو عسکرو پر مړينه، چې پرون د هلمند په ولايت کې وژل شوي، خواشيني څرګنده کړې او د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب يې اندريو مېچل او د هغه له لارې د وژل شويو پوځيانوکورنيو او د بريتانيا حکومت ته وړاندې کړي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اندريو مېچل هم د خپلو درېيو تنو عسکرو پر وژل کېدو خواشيني وښوده، خو ډاډ يې څرګند کړ، چې دا ډول پېښې به هېڅکله هم له افغانستان سره د بريتانيا په ژمنه کې کوم منفي بدلون رامنځته نه کړي.
مېچل د توکيو کنفرانس ته په اشارې سره ويلي: (( ماته دنده راکړل شوې، چې د بريتانيا د حکومت په استازيتوب د توکيو په کنفرانس کې ، چې د شيکاګو له کنفرانس وروسته ډير مهم کنفرانس ګڼل کيږي، ګډون وکړم.))
ده ويلي ،چې د توکيو په کنفرانس کې افغانستان او نړيوالې ټولنې ته يو ځل بيا دا فرصت برابريږي، چې په خپلو کې سره کيني او د افغانستان د راتلونکې لسيزې لپاره ، چې د بدلون لسيزه ده، لومړيتوبونه په ګوته او د هغو د عملي کولو لپاره د همکارۍ نوې ژمنې اعلان کړي.
مېچل ډاډ څرګند کړى ، چې هېواد به يې له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو په چوکاټ کې خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي او د افغانستان خلک به يواځې پرې نه ږدي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن