ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ خونه له حکومت سره د اصلاحاتو په راوستو کې همکاري کوي

د سوداګرۍ خونه له حکومت سره د اصلاحاتو په راوستو کې همکاري کوي

author avatar
11 Jul 2012 - 15:11
د سوداګرۍ خونه له حکومت سره د اصلاحاتو په راوستو کې همکاري کوي
author avatar
11 Jul 2012 - 15:11

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، د افغانستان له حکومت سره به د هغو ژمنو په پوره کولو کې پوره همکاري وکړي، چې د توکيو په نړيوال کنفرانس کې يې کړې دي.

د توکيو کنفرانس د شاوخوا٨٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د چنګاښ په ١٨مه جوړ او ګډونوالو يې له افغانستان سره د ٢٠١٥ کال تر پايه د ١٦ ميليارده امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان حکومت په دغه کنفرانس کې د ښې حکومتولۍ او له اداري فساد سره د مبارزې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمدقربان حقجو نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان حکومت له خوا د خصوصي سکټور غوښتنو او اندونو په بشپړه توګه انعکاس وموند.

ده وويل، چې د ځينو قوانينو او تګلارو زوړوالى، د پانګونې لپاره د مناسبې فضا نه شتون، بنسټيزو اسانتياوو ته د خصوصي سکټور نه لاسرسى، د خصوصي سکټور له هغو غوښتنو څخه دي ، چې حکومت ته يې د توکيو په سند کې د ځاى ورکولو په موخه وړاندې کړې وې.

 د ده په وينا، نړيواله ټولنه د ٢٠١٥ زېږديز کال تر پايه له افغانستان سره ١٦ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کوي، خو له هغه وروسته د هغوى مرستې د افغانستان د حکومت او خلکو پر کړنو پورې تړلې دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، که چېرې د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې له غوښتنې سره سم د اداري فساد د له منځه وړلو، ښې حکومتولۍ، د قانون پلي کولو او داسې نورو برخو کې ښه اقدامات وکړي، نو نړيواله ټولنه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، د سوداګرۍ او صنايعو خونه به، چې د خصوصي سکټور استازيتوب کوي، له حکومت سره په يادو برخو کې بشپړه همکاري وکړي.

 هغه له حکومته وغوښتل، چې په توکيو کې له افغانستان سره اعلان شوې مرستې په داسې پروژو ولګوي چې په ريښتنې توګه په راتلونکي کې د هېواد د اقتصادي ودې لامل شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، افغانستان په تېره لسيزه کې يو مصنوعي اقتصاد درلود او د توکيو کنفرانس د مرستو موخه په افغانستان کې د بنسټيزې اقتصادي ودې رامنځته کول دي.

ده له هغو پانګه والو او شرکتونو چې په تېره لسيزه کې يې په افغانستان کې د پانګونې له لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړې، وغوښتل چې په داسې برخو کې په هېواد کې پانګونه وکړي، چې د بنسټيزې اقتصادي ودې لامل شي.

د يادې خونې د مديره پلاوي لومړي مرستيال خان جان الکوزي په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له خصوصي سکټور سره د افغانستان حکومت همکارۍ سمبوليکې وبللې.

خو هغه وويل، چې د توکيو کنفرانس لپاره د افغان حکومت له خوا په برابر شوي سند کې په بشپړه توګه د خصوصي سکټور نظر اخيستل شوى و او په ريښتنې ډول يې انعکاس وموند.

ده هم د افغانستان له حکومت سره د خونې پر ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل چې د توکيو کنفرانس يو ځل بيا په خلکو کې هغه هيلې راژوندۍ کړي دي ، چې په تېرو شپږ مياشتو کې زيانمنې شوې وې .

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې افغانان په ځانګړي توګه پانګوال له دې امله چې ګواکې له ٢٠١٤ کال وروسته به نړيوال افغانستان يواځې پرېږدي، ناهيلي شوي وو، خو د توکيو کنفرانس پايلو دا ثابته کړه چې نړيواله ټولنه افغانستان يواځې نه پرېږدي.

الکوزي وويل: ((اوس زه له هغو پانګوالو چې د يادو اندېښنو له امله يې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه، هيله کوم چې له دې موقع څخه په ګټې اخيستو، د پانګونې له لارې د خپل هېواد په بيا رغونه کې برخه واخلي.))

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.