Language

غزني کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د اته میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل چې د مقر ولسوالۍ د چهارکلا سیمې خلکو د ابو هریره او شهید عبدالغیاث ښوونځو لپاره ځمکه ځانګړې وه.

هغه وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق په اته میلیونه افغانۍ مالي لګښت دواړو ښوونځيو ته د پنځو میاشتو په موده کې ودانۍ جوړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د حسیني د معلوماتو له مخې، دغه دواړه ښوونځي درسي او اداري خونې، د احاطې دېوال، د برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه او عصري تشنابونه لري.

د نوموړي په وینا، دغو ښوونځیو کې به د هلکانو ترڅنګ نجونې هم زده‌کړې کوي.

بل لورته، خلک د دغو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي.

د سیمې یوه قومي مشر حاجي میرزا پژواک ته وویل چې پخوا دلته ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه وايي چې خلکو ځمکه ورکړه او د پوهنې ریاست هم ورته ودانۍ جوړه کړه چې اوس به تر ډېره د زده‌کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي.

د یادې سیمې یو شمېر نورو کسانو هم وویل چې یاد ښوونځي به په سیمه کې د زده‌کړو په کچه کې ښه‌والی راولي او د ځوانانو لپاره به د تعلیم برخه کې مهمه پانګه وي.

Related Topics