کابل (پژواک، ٢٧چنګاښ ٩١ ) : د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال د ميدان وردګو په ولايت کې له دوو وسلوالو بريدونوڅخه روغ ووت .
دغه څرکندونې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال ډاکټر فريد مامون زي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وکړې .
ده وويل ، چې دغه پېښې نن له غرمې وروسته هغه مهال د سيداباد ولسوالۍ اړوند د عزيز کلا په سيمه کې د کابل -کندهار پر لويه لار رامنځته شوې ، چې نوموړى له غزني څخه ميدان وردګو او کابل ته پر لاره و .
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال وايي ، چې نن يوه بجه ده او ورسره ملګري پلاوي يې له غزني څخه د ميدان وردګو پرلور له پنځو موټرو سره حرکت وکړ .
ده وويل کله، چې شاوخوا دوه بجې د سيداباد اړوند د عزيز کلا سيمې ته را ورسېد، نو موټر يې له شاوخوا دوه سوه مترۍ څخه د دولت د وسلوالو مخالفينو تر بريد لاندې راغلل .
نوموړي زياته کړه ، چې وسلوالو پرې د پيکا ، راکټ او کلاشينکوفونو په وسيله بريد وکړ ، چې د سپکو وسلو څو مرمۍ يې پر موټرو هم لګېدلي ، خو چاته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى .
دده په وينا ، چې کله دوى د لومړۍ پېښې له ځاى څخه شاوخوا پنځه کيلومتره نور د وردګو خوا ته راتېر شوي و، چې پر دوى دويم وسلوال بريد وشو .
مامون زي وويل :(( کله چې وسلوالود سپکو وسلو ترڅنګ بيا پر موږ د راکټ ډزي وکړ ، نو د راکټ مرمۍ زموږ له موټرو خطا شوه او پر يوه ټانکر ولګېده .))
د نوموړي په خبره ، ډزې زياتې وي ، نو کېداى شي ، چې د پېښې په سيمه کې نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي .
د مامون زي په خبره ، له ده سره په موټرو کې موجودو امنيتي کسانو هم پر وسلوالو مخالفينو بريد ته دوام ورکړ ، چې بالاخره ټول ترې روغ ووتل .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل ،چې په دې بريد کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى .
شاهد وايي، چې د همدې پېښې پر مهال په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته د يو اکمالاتي کاروان ټانکر او يو ټېلر موټر سوځېدلي دي ، خو د ځاني زيان په اړه يې څه ونه ويل .
وسلوالو مخالفينو تر اوسه ددې بريدونو مسووليت په غاړه نه دې اخيستې.
د يادونې ده ، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال تېره ورځ غزني ولايت ته د يو شمېر پروژو د پرانېستې په موخه تللى و .
سيداباد د ميدان وردګو ولايت هغه ولسوالي ده ، چې د کابل –کندهار لويه لاره ترې تېريږي او زياتره وخت پر اکمالاتي کاروانونو او امنيتي ځواکونو د وسلوالو لخوا بريدونه کيږي ، که څه هم چې پر دې لارې يو شمېر امنيتي پوستې شتون لري ، خو بيا هم ورته پېښې رامنځته کيږي .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن