ژبه

د پکتيکا د ښځو چارو رياست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د پژواک خبر

۳۰ چنګاښ ۱۳۹۱ - ۱۴:۰۱

Views: ۱۸۲

ښرنه (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩١): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ښځو چارو رياست لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رياست نوې ودانۍ نن (د چنګاښ ٣٠ مه) د شاوخوا ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د مراسمو پر مهال د پکتيکا والي محب الله صميم وويل، چې دا د ښځو چارو د ستونزو د هواري په برخه کې يو بل ګام و، چې ترسره شو. 

د هغه په وينا، د دغې ودانۍ چارې نږدې شپږ مياشتې مخکې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.

نوموړي زياته کړه،چې د دغې ودانۍ په رغولو سره به نه يواځې د ښځو چارو رياست کارکوونکو لپاره د کار کولو ښه زمينه برابره شي، بلکې د دې ولايت د مېرمنو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې هم ډېر ارزښت لري.

صميم ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د مېرمنو لپاره بېلابېل د زده کړو حرفوي پروګرامونه ترسره کړي، څو مېرمنې د خدمت کولو جوګه شي.

نوموړي له ښځو چارو وزارت څخه هم مننه وکړه، چې دغه ولايت ته يې هم پام راوښتی دى.

د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بي بي حوا خوشيوال وويل، چې پخوا يې د کار کولو لپاره مناسب ځای نه درلود، خو د يادې ودانۍ په رغولو سره يې دغه ستونزه هواره او له دې وروسته به د دې ولايت مېرمنو لپاره ډېر څه وکولای شي.

د هغې په وينا، ياده دوه پوړيزه ودانۍ ، چې يوولس خونې لري، په دوه جرېبه ځمکه کې د ښځو چارو وزارت په مالي لګښت جوړه شوه.