ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر غبرګونونو سربېره لا هم پر کونړ د پاکستان بريدونه دوام لري

پر غبرګونونو سربېره لا هم پر کونړ د پاکستان بريدونه دوام لري

author avatar
23 Jul 2012 - 15:51
پر غبرګونونو سربېره لا هم پر کونړ د پاکستان بريدونه دوام لري
author avatar
23 Jul 2012 - 15:51

اسعداباد (پژواک ٢ زمرى ٩١): په لوړه کچه د افغانستان دولت له خوا د کونړ د بريدونو پر ضد د غبرګون په ښودلو سره پر دغه ولايت د پاکستان له لوري بريدونه دوام لري او ځايي چارواکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ١٠٠ مرمۍ راغلې دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا سل توغندي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دانګام ولسوالۍ پر بېلا بېلو کليو لګېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې دغو توغنديو د سر زيان نه درلود، خو خلکو ته يې ځاني زيانونه اړولي دي.

وحيدي وايي، چې تازه توغندي د دانګام ولسوالۍ پر کچلي، سور کمر، زاړه براول او ښاره پر کليو راغلي دي.

خو د پاينده ګل په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو تر ٢٥٠ زيات توغندي راغلي دي.

د يادونې ده، چې له څو مياشتو وقفې وروسته له تېرو دوو مياشتو راهيسې يو ځل بيا د کونړ ولايت پر بېلا بېلو ولسواليو د پاکستان له خوا د توغنديو د توغولو لړۍ پيل شوې ده.

د ځايي چارواکو په وينا، د توغنديو د توغولو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې تر اوسه اته عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

دوى وايي، چې دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين پرون په کابل کې د پاکستان له سفير صادق سره د ليدنې پر مهال پر دغو بريدونو د افغانستان د حکومت اندېښنه څرګنده کړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي هم پرون په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې که د دغو بريدونو مخه ونه نيول شي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېدلى شي.

دغه راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم پرون په دې اړه بحث وشو او ولسمشر اړوندو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.