کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩١): د کورنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې په فراه ولايت کې پوليس طالبانو سره يوځاى شوي او په ډاګه کړي يې ده، چې له اتو ورک شويو پوليسو يې څخه شپږ تنه پيدا شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان کلي د امنيتي پوستې اته پوليس لادرکه شوي وو.
سرچينې زياته کړې، چې په سيمه کې د پوليسو له خوا نن له ترسره شويو عملياتو وروسته يې شپږ تنه بېرته پيدا شوي او د دوو نورو لټون روان دى.
د کورنيو چارو وزارت هغه ټول راپورونه رد کړي چې ګوندې ياد شوي پوليس د وسلوالو طالبانو ليکو سره يوځاى شوي دي او دا يې له حقيقت څخه لرې کار وباله.
سرچينې زياته کړې: ((ملي پوليس به هېڅکله له وسلوالو مخالفينو سره يوځاى نه شي او مخالفين به له ماتې سره مخامخ کوي. ))
پرون د فراه ولايت ځايي چارواکو منلې وه، چې په بالابلوک کې ١٢ پوليس له وسلو او مهماتو سره طالبانو سره يوځاى شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز پرون پژواک اژانس ته ويلي و، چې په تسليم شويو کې د پوليسو يو قوماندان هم شامل دى.
هغه زياته کړې وه، چې پوليسو له ځان سره يو رنجر موټر، يو ټانک او نورې وسلې هم وړې دي.
وسلوالو طالبانو بيا له دوى سره د ٤٠ پوليسو د يوځاى کېدو ادعا کړې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن