ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ : د وزيرانو سلب صلاحيت د پارلمان واک دى

ارګ : د وزيرانو سلب صلاحيت د پارلمان واک دى

author avatar
4 Aug 2012 - 16:13
ارګ : د وزيرانو سلب صلاحيت د پارلمان واک دى
author avatar
4 Aug 2012 - 16:13

کابل ( پژواک ١٤ زمرى ٩١ )  : د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ،چې د اساسي قانون د دوه نويمې مادې له مخې ، د وزيرانو  سلب صلاحيت  کول د پارلمان دنده ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ولسي جرګې نن پر کونړ ولايت د پاکستانيو بريدونو په موضوع د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران استيضاح او هغوى يې سلب صلاحيت کړل.

د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اساسي قانون ددوه نويمې مادې په اساس د وزيرانو سلب صلاحيت کول د پارلمان دنده ده.

د اساسي قانون په دوه نويمه ماده کې راغلي دي : (( ولسى جرګه د خپلو غړيو د لسمې برخې په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي. كه وړاندې شوې توضيح دقناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د عدم اعتماد د رايې موضوع څېړي.له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړيو د رايو په اكثريت صادرېږي.))

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزى به سبا د ملي امنيت د شورا له غونډې وروسته د يادو وزيرانو د سلب صلاحيت کېدو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران، له پاکستان څخه پر افغانستان د راکټي بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو له امله نن د ولسي جرګې له خوا استيضاح شول.

د پاکستان د پوځ له خوا له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغانستان پر کونړ او نورو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کېږي، چې لسګونو تنو ته په کې تر اوسه مرګ ژوبله اوښتې ده.

يادو وزيرانو په دې اړه د ولسي جرګې د غړيو پوښتنې ځواب کړې، خو ددوى ځوابونه  د وکيلانو د قناعت وړ نه و او هغوى ته  يې د رايو صندوقونه کېښودل.

د ولسي جرګې له ٢٤٦غړيو څخه ٢٢٨ تنه په نننۍ غونډه کې حاضر وو.

د وکيلانو د رايو په پايله کې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ وردګ د ١٤٦ مخالفو او ٧٢ موافقو رايو په لرلو سره ونه شواى کولى، چې د ملي دفاع د وزير په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شي.

دغه راز په دې رايه اچونه کې د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي د ١٢٦ مخالفو او ٩٠ موافقو رايو په لرلو سره ونه شواى کولى، چې پر څوکۍ د پاتې کېدو لپاره د جرګې د حاضرو غړيو ٥٠ سلنه جمع يو رايې خپلې کړي.

د يادو کسانو پاتې نورې رايې سپينې او يا باطلې وې.

د ولسي جرګې مشر له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل، چې د يادو وزارتونو لپار وړ کسان ژر ولسي جرګې ته د اعتماد د رايې د ترلاسه کولو په موخه ور معرفي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.