جلال اباد ( پژواک، ١٦ زمرى ٩١) : د ننګرهار ښاروالي وايي،چې د جلال اباد ښار له هيټوالو يې پنځه ټنه هغه بې کيفيته توکي نيولي ، چې په بازار کې يې پلورل.
د ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې لاسته راغلي پنځه ټنه د ټيټ او خراب کيفيت لرونکي خوراکي توکي د روژې مياشتې په تېرو دوه اونيو کې يې ترلاسه کړي دي.
د هغه په وينا، په دې توکيو کې يې ډېره برخه غير الکولي مشروبات، مربا، اچار، خرماوې او ځينې نور دي.
نوموړي زياته کړه، چې تراوسه يې لسګونه هټيوال او ګنډونکي د لوړو بيو په جرم نغدي جريمه کړي او دوکانونه يې ورتړلي دي.
عبيدالله اغا په امنيتي ځواکونو غږ وکړ،چې له ښاروالۍ سره په ګډه دې د سرغړونکو په نيولو کې ورسره مرسته وکړي.
د پلټنې مدير وويل، هغه هټيوال ، چې د ښاروالۍ د نرخ نامې پروا يې نه ده کړې،يا هم په لوړه بيه توکي پلوري او په ښاريانو تاريخ تيري او بې کيفيته خواړه پلور ، تر قانوني چلند لاندې ونيسي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل،چې د عامې روغتيا رياست دوه تنه کار کوونکي او ډاکټران هره ورځ د ښاروالۍ د پلټنې له ډلو سره د ښار په هټيو ګرځي او هغه تر شک لاندې خوراکي توکي، چې کيفيت يې ټيټ وي د عامې روغتيا د کيفيت کنټرول مرکز ته راوړي او په لابراتوار کې يې ګوري.
شيرزاد وويل، هغه غير الکولي مشروبات، چې په ښار کې په ټيته بيه پلورل کيږي د کيفيته کومه اندېښنه يې نشته.
نوموړي زياته کړه،دغه مشروبات د حبيب ګلزار شرکت له لوري د روژې مبارکې مياشتې په وياړ په نيمه بيه پلورل کيږي، چې روغتيايي زيانونه، نه لري.
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې د ګذر وکيل حاجي معروف پژواک ته وويل، چې د ښاروالۍ له هڅو سره سره بيا هم د ښار په ځينو برخو کې هټيوال بې کيفيته او تاريخ تيري توکي پلوري .
نوموړي پر ټولو اصنافو غږ وکړ،چې د روژې تقدس ته په پاملرنې دې بې کيفيته تاريخ تيري درمل نه پلوري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن