کابل (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): د اسلامي همکاريو د سازمان د مشرانو څلورمه فوق العاده غونډه، چې د مکې مکرمې په ښار کې جوړه شوې وه، د خپلې ناستې په پاى کې “د اسلامي پيوستون د پياوړتيا” تر نامه لاندې اعلاميه خپره کړه.
د اسلامي همکاريو د سازمان ياده فوق العاده غوڼده د زمري په ٢٥مه د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمين الشريفين عبدالله بن عبدالعزيز په کوربه توب د اسلامي امت د وضعيت د څېړنې په موخه د مکې مکرمې په ښار کې جوړه شوې وه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اعلاميه کې د اسلامي پيوستون د پياوړتيا، د فلسطين، سوريې او ميانمار د حالاتو، له افراطيت او تعصب سره د مبارزې، د اديانو، فرهنګونو او تمدنونو ترمنځ د ډيالوګ او نورو اړوندو مسايلو په هکله د کنفرانس د غړو هېوادونو ګډه پرېکړه راغلې ده.
په دې اعلاميه کې راغلي، کنفرانس هر ډول تروريزم غندي او څرګنده کړې يې ده، چې اوس مهال د اسلامي همکاريو د سازمان هېوادونه د تروريستي اعمالو قرباني دي او له هر ډول تروريزم سره يې د مبارزې پر اړتيا ټينګار کړى دى.
په اعلاميه کې زياته شوې: ((تروريزم يوه نړيواله پديده ده او له هېڅ دين، مذهب، نژاد، رنګ او هېواد سره تړاو نه لري.))
د ياد سازمان په پرېکړه ليک کې د تروريزم په اړه په لوېديځ کې د ناسم تعريف په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په ياده اعلاميه کې راغلي، په لوېديځ کې هغه ذهنيت مخ په زياتېدو دى، چې ګواکې اسلام د تروريزم ملاتړى دى.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې دغه ډول ذهنيت د اسلام د بدنامۍ لامل کېږي او له همدې امله د اسلام د اصلي تصوير او لوړو ارزښتونو د څرګندولو لپاره د ګډ عمل پر اړتيا ټينګار شوى دى.
بلخوا په اعلاميه کې د سوريې د خپلواکۍ، يووالي او د ځمکنۍ بشپړتيا غوښتنه شوې، د دغه هېواد اوسني حالات يې غندلي او د هر ډول تاوتريخوالي مسوول يې د هغه هېواد اوسنى حکومت بللى دى.
په اعلاميه کې د اسلامي همکاريو په سازمان او اړوندو موسسو کې د سوريې غړيتوب ځنډول شوى دى.
په پرېکړه ليک کې د فلسطين مسئله د ټول اسلامي امت لپاره محوري مسئله بلل شوې او ويل شوي، چې اسراييل هغو نړيوالو پرېکړو ته، چې فلسطينيان دې بېره اصلي مېنو ته ورشي، درناوى نه کوي.
کنفرانس په افغانستان، عراق، سوډان، سوماليا، جموو کشمېر او د يمن په هېوادونو کې ستونزو ته د رسېدو لپاره خپل پيوستون او ټينګ ملاتړ اعلان کړى دى.
په کنفرانس کې يو ځل بيا ټينګار شوى، چې اسلام د اعتدال او مهربانۍ دين دى، چې هېڅ ډول تعصب، افراطيت او زورزياتى نه مني.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP