کابل (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر د زمري په ٢٨مه په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په يوه خبرپاڼه کې راغلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى تېره ورځ د هېواد په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.
ايساف د دغه سرتېري هويت او پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى خو بايد وويل شي، چې د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان کال کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٩٩ تنو ته ورسېد، چې ٢٣٣ يې امريکايي او ٣٠ برېتانيويان دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP