Language

د ايساف يو سرتېرى ووژل شو

کابل (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر د زمري په ٢٨مه په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته  په يوه خبرپاڼه کې راغلى دى. 

سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى تېره ورځ د هېواد په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.

ايساف د دغه سرتېري هويت او پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى خو بايد وويل شي، چې د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان کال کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٩٩ تنو ته ورسېد، چې ٢٣٣ يې امريکايي او ٣٠ برېتانيويان دي.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Related Topics