ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اختر کې د فاتحې او دعا لپاره د دوستانو کره تلل په اسلام کې جواز نه لري

په اختر کې د فاتحې او دعا لپاره د دوستانو کره تلل په اسلام کې جواز نه لري

author avatar
19 Aug 2012 - 13:23
په اختر کې د فاتحې او دعا لپاره د دوستانو کره تلل په اسلام کې جواز نه لري
author avatar
19 Aug 2012 - 13:23

کابل ښار (پژواک ٢٩ زمرى ٩١): په داسې حال کې چې د اختر په لومړۍ ورځ د عزادارو دوستانو کورونو ته تلل په اسلام کې جواز نه لري، خو له دې سره سره يو شمېر خلک دې ټکي ته پام نه کوي او د عزاداره کورنۍ دې ته اړ کېږي، چې په اختر کې درانه تاوانونه وګالي.

ديني عالمان وايي، چې د غمشريکي او د فاتحې مراسم د مړي له خښېدو وروسته تر درېيو ورځو پورې محدود دي، خو يو شمېر خلک د ناوړه دودونو له امله ډېرى وختونه د شريعت خلاف عمل کوي او د اختر په ورځو کې د فاتحې لپاره د عزادارانو کورنيو ته په ورتلو سره د هغوى غم تازه کوي.

د افغانستان په منځ کې د اختر په لومړۍ ورځ يو معمول دود دا دى، چې دوستان د متوفى کور ته ځي او د کورنۍ غړو ته ډاډينه او تسليت ورکوي.

غم لرونکې کورنۍ د اختر په ورځو کې نوې جامې او د اختر مېوې (کلچه او وچه مېوه) نه اخلي او له مېلمنو څخه په چاى او شېريني او کله ناکله په خرما او تازه مېوې او ان کله ناکله د غرمې ډوډۍ مصرف ګالي او د هغوى هرکلى کوي.

دا کار اوس د يوه دود په توګه په کابل او نورو ولايتونو کې پېژندل شوى دى او کله چې يو څوک له اختر نه مخکې مړ کېږي، ګاونډيان او دوستان يې د کورنۍ له غړو سره د غمشريکي او همدردي لپاره دهغوى کور ته ځي.

ډېرى خلک په دې اند دي، چې د اختر په لومړۍ ورځ د داسې ګاونډيانو او دوستانو کورونو ته په تلو سره، چې د خپلې کورنۍ غړى يې له لاسه ورکړى وي، د دوى دوستانه  اړيکې لاپسې ټينګېږي.

لکه څنګه چې د حاجي رمضان کورنۍ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ له خپلو دوستانو څخه د هر کلي تر څنګ د خپلو پنځو تنو خپلوانو د فاتحې د مراسمو لپاره هم چمتووالى نيسي.

د کابل ښار د چهار کلا اوسېدونکى رمضان وايي: “زموږ له خپلوانو په پنځو کورنيو کې مړي شوي دي او د اختر لومړۍ ورځ يې زما په کور کې نيولې ده؛ ځکه چې زه سپين ږيرى يم او احترام يې کړى دى، په موږ کې دود دى؛ ځکه چې په نورو ورځو کې خلک يو بل ته رسېدلى نه شي.”

نوموړى، چې اويا کاله عمر لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهاره تر ماښامه ټول دوستان د فاتحې او دعا لپاره عزادارې کورنۍ ته راځي او دا دود له کلونو کلونو راپه دېخوا په دوى کې دود دى.

رمضان زياته کړه، چې د دې ټوليزې فاتحې لګښت ټول قوم پر غاړه اخلي او له اختر نه مخکې پيسې راټولېږي او خواړه چمتو کېږي.

د پغمان ولسوالۍ د عيسى خېل کلي اوسېدونکې ليلما وويل، چې تېر کال يې پلار له لوى اختر نه مخکې مړ شو او د دوى کور ته د دوستانو د تګ راتګ له امله مجبوره شول، زيات لګښت وکړي، د خوړو د چمتو کولو لپاره اشپز راولي او لوښي هم کرايه کړي.

هغې زياته کړه: “پلارې مې دې خداى وبښي، کله چې مړ شو، يوه مياشت وروسته لوى اختر راغى او په لومړۍ ورځ ټول راغلي وو، غرمه هم پاتې شول او ان ډېرى يې د شپې هم زموږ په کور کې پاتې شول. په ټول پغمان کې همدا رواج دى ، ملا امامان وايي، چې د اختر په ورځ دې څوک فاتحې ته نه ځي، چې ناروا دي او ټول خفه کېږي؛ که څوک ولاړ نه شي بيا ګيله کوي، چې زموږ مړى سپکوي.”

ليلما زياته کړه: “د تره لمسى او د عمه لمسى مې دواړه شهيدان شوي دي، فاتحې ته يې ځو، خو يادوو يې نه او څو دقيقې کېنو، که ولاړ نه شو بيا خپه کېږي.”

خو ديني عالمان له دې کار سره مخالفت کوي او هغه د الهي احکامو او نبوي سنتو خلاف کار بولي.

په کابل کې د روضې شريف د جومات خطيب مولوي عبدالرحمن وويل، چې مسلمانان ډېرى وختونه شرعي مسايل په پام کې نه نيسي او ناوړه دودونو ته ترجېح ورکوي.

هغه زياته کړه، چې د مسلمانانو د ټولنيزو اړيکو د ټينګښت او له عزاداره کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه د فاتحې مراسم له شرعي پلوه تر درېيو ورځو پورې محدود دي او له هغه زيات په اسلام کې جواز نه لري.

دغه ديني عالم وويل: “پر مسلمان د مسلمان حق دا دى، چې د اختر له ورځو پرته هم د يو بل له احوال نه خبر شي، نه دا چې يو څوک کلونه کلونه يو له بل سره تګ او راتګ نه لري او د اختر په لومړۍ ورځ د عزادار کورنۍ ته تلل حتمي وبولي او له دې مسئلې نه د خلکو ترمنځ يو قوي کولتور جوړ شوى دى.”

مولوي عبدالرحمن د اختر په ورځو کې د عزادار کورنۍ ته د فاتحې او ميت د يادولو په نيت تلل له شرعي پلوه مردود وبلل او له خلکو نه يې وغوښتل، څو بې ځايه خواهشات، دودونه او کولتور پرېږدي او ځانونه د الهي احکامو تابع کړي، چې د پروردگار د رضايت لامل کېږي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.