کندهار (پژواک ٣١زمرى ٩١): ((يو وخت و، چې د کندهار هر لورې ته به د رمو څرولو پراخې او شنې سيمې وې، د کوچيانو او شپنو هرې کورنۍ به له سلګونو واخله تر زرګونو بېلابېل څاروي لکه پسونه، اوښان او نور لرل، خو جګړو، وچکاليو او نورو ستونزو څړ ځايونه له منځه يووړل او مالدارۍ ته يې درانه زيانونه واړول.))
دا د سورګل په نوم د هغه سپين ږيري کوچي خبرې دي، چې کلونه وړاندې يې د پنځه سوه په شاوخوا کې بېلابېل څاروي لرل، خو اوس د څړ ځايونو د نشتوالي له امله يواځې ٥٠ پسونه لري.
نوموړى، چې د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر سيمه کې يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل: ((دا يواځې زه نه يم چې مالداري مې دومره کمه شوې، بلکې په سلګونو هغه کورنۍ چې له پخوا يې مالداري کوله او د څارويو لويې رمې به يې لرلې له دغه حالت سره مخ دي.))
هغه زياته کړه، ډېر خو لا داسې هم دي، چې ښاري ژوند ته يې مخه کړه او له مالدارۍ سره يې مخه ښه کړې ده.
دى وايي، پخوا په ژېړۍ، پنجوايي، دامان، شاوليکوټ، ډنډ، ارغنداب او نورو ولسواليو کې د مالونو د څرولو لپاره پراخې ورشوګانې او څړځايونه موجود وو، خو وروستيو جګړو، وچکاليو، د نفوس زياتوالي او د حکومت نه پاملرنې پر مالدارانو دغه څړ ځايونه ودرول.
د نوموړي په وينا، اوسمهال په کندهار کې ډېره لږه اندازه څړ ځايونه پاتې دي، چې له همدې امله کوچيان د پخوا په څېر د څارويو لويې رمې نه شي ساتلى.
په دامان ولسوالۍ کې د نياز محمد په نوم يوه بل کوچي بيا وويل، چې پر ډېرو څړ ځايونو د خلکو له خوا کورونه او ودانۍ جوړې شوې او کوچيان نه پرېښودل کېږي، چې په هغو سيمو کې واړوي.
دى وايي: ((پخوا د کوچيانو له لسګونو نورو کورنيو سره يو ځاى کندهار ته راتلم، هغه مهال مې لسګونه پسونه، اوښان او نور څاروي لرل، هر ځاى چې به مو واړول هېڅ ستونزه به نه وه، خو اوس دا هر څه درېدلي او په ژوند کې مو هغه رنګ او خوند پاتې نه دى.))
د هغه په خبره، اوس مهال يې په دامان ولسوالۍ کې د يوه چا پر ځمکه کېږدۍ درولې او يوازې ٢٠ پسونه لري او له دې لارې خپل ژوند مخ ته وړي.
د کرنې تر څنګ مالداري د هېواد ارزښتناکه اقتصادي سرچينه ګڼله کېږي، چې وروستيو ناخوالو، جګړو او نه پاملرنې له ګواښ سره مخ کړې ده.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور جګړې، ناامنۍ او د اوسني حکومت ناغيړي د دې لامل شوى، چې د هېواد مهمې اقتصادي زير بنا ته لوى زيان واوړي.
د محمداجمل په نوم د کندهار د اقتصاد پوهنځي محصل وايي، که يو ځل دغسې مهمو او ارزښتناکو اقتصادي زېربناوې زيانمنې شي، نو بېرته سمونه يې آن پېړۍ پېړۍ وخت اخلي.
د هغه په باور، د هېواد د اقتصاد لويه برخه کرنه او مالداري جوړوي، حکومت ته په کار دي، د کرنې تر څنګ داسې پروګرامونه پيل کړي، چې مالداران بيرته مالونو ساتلو ته و هڅول شي.
شمېرې ښيي، چې په کندهار کې تر ٩٠ سلنه زيات د څارويو څړ ځايونه د خلکو له خوا لاندې شوي او يا هم د وچکاليو له امله وچ شوي او د ګټې اخيستنې وړ نه دي.
د کندهار ولايت د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر غلام محمد روشن همدې ټکي ته اشاره کوي او وايي: ((پخوا موږ په کندهار کې د څارويو د څړ ځايونو لپاره څه د پاسه نهه زره هکتاره ځمکه لرله، خو له بده مرغه اوس يوازې ٧٦٤ هکتاره ځمکه پاتې ده.))
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دغو څړځايونو ٦٣،١٦٣ هکتاره په ژيړۍ، ٢٦١،٧١ هکتاره په پنجوايي، ٣٣،٨٨ هکتاره په ارغنداب او ٣٠٥،٢٥ په شاليکوټ ولسواليو کې دي.
د نوموړي په وينا، جګړې، پر له پسې وچکالۍ، د نفوسو زياتوالى او دغه ډول طبيعي شتمنيو ته نه پاملرنه لامل شوې، چې د څارويو څړ ځايونه له منځه لاړ شي او مالداري له ګواښ سره مخ کړي.
خو د کندهار ولايت د کوچيانو امر سردار محمد بيا يواځې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د څړ ځايونو له منځه تلل مني او وايي، چې د کندهار ولايت په نورو سيمو کې څړ ځايونه په خپل حال پاتې دي.
نوموړي د څړځايونو د ارقامو په اړه هم هيڅ معلومات نه درلودل.
خو اړوند چارواکي، مالدار او کوچيان دغه خبره نه مني او وايي، چې په دې برخه کې هر څه محسوس او څرګند دي.
د کندهار د چاپېريال ساتنې ادارې مشر غلام روشن وويل: ((له بده مرغه دولت او نړيوالې ټولنې په تېرو شا وخو لسو کلونو کې د هېواد د طبيعي ځنګلونو د بيا احيا کولو، اوبو را ګرځولو او د برېښنا برابرولو ته پام و نه کړ، چې له امله يې هم کرنه او هم مالداري له ګواښونه او زيانونو سره مخ ده.))
د هغه په خبره، د افغانستان روښانه راتلونکى له کرنې او مالدارۍ سره تړلى؛ په کار ده، حکومت او اړوند چارواکي په دې برخه کې د ټول هېواد په کچه پر يوه ټوليزه طرحه کار وکړي، تر څو کرنه او مالداري بيرته په پښو ودرېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن