ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د کجکي د پېښې په اړه بايد کره څېړنه وشي

شنونکي: د کجکي د پېښې په اړه بايد کره څېړنه وشي

author avatar
3 Sep 2012 - 13:04
شنونکي: د کجکي د پېښې په اړه بايد کره څېړنه وشي
author avatar
3 Sep 2012 - 13:04

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩١): د سياسي او ديني چارو شنونکي وايي، چې د هلمند د کجکي د پېښې په اړه، چې طالبانو له ١٧ کسانو سرونه غوڅ کړل، په اړه يې بايد جدي او کره څېړنې وشي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړى و، چې په روشن اباد سيمه کې وسلوالو طالبانو د دوو ښځو په ګډون له ١٧ عامو وګړو سرونه له دې امله پرې کړل، چې ګواکې د موسيقۍ پروګرام يې جوړ کړى و.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته ويلي وو، چې دوى دغه کار نه دى کړى او نه هم په هلمند کې دغه ډول پېښه شوې ده.

د سياسي چارو شنونکي حشمت غني احمدزي، د ديني چارو کارپوه مولوي عبدالرحمان او د مدني ټولنې فعال ضيا مبلغ په يوه ګردي مېز کې د دغې موضوع په اړه بحث وکړ.

دغه آزاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي. 

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېر کال يې د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

حشمت غني احمدزي د دغې اونۍ په بحث کې وويل، چې د هلمند ولايت ګڼ قومي جوړښت لري، چې تر اوسه هېڅ حکومت هم دغه ټکي ته پام  نه دى کړى.

د هغه په وينا، تر اوسه دا هم نه ده په ډاګه چې دا کار چا کړى دى؛ ځکه وسلوالو طالبانو هم رد کړې ده او دولت يې هم په اړه کره څېړنه نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه، چې د هلمند په ډېرو ولسواليو کې حکومت واک نه لري، هلته د اړيکو وسيلې نشته او هلته قومي ستونزې هم ډېرې دي، نو په اړه يې څوک پرېکنده قضاوت نه شي کولى.

احمدزي وويل: ((دغه عمل غير انساني دى، چې د هر چا له خوا ترسره شوى وي، خو دولت ته په کار ده، چې په اړه جدي ګام واخلي او دا هم ضروري ده چې د دغه ډول ولسواليو ولسوالان هم په ډېرو قاچاقي او نورو کارونو کې لاس لري.))

د ده په خبره، له وسلوالو طالبانو سره بايد د سولې پروسه شفافه او رښتيني شي، تر څو د داسې پېښو د تکرار مخه ونيول شي.

د ديني چارو کارپوه مولوي عبدالرحمن وويل، چې ښايي دغه کار د وسلوالو طالبانو په نوم يوې بلې ډلې کړى وي، چې غواړي د طالبانو نوم بد کړي.

نوموړي زياته کړه، چې که دغه کار په خپله وسلوالو طالبانو کړى وي، نو دا غير اسلامي او غير انساني عمل دى او هغوى بيا طالبان نه دي.

د هغه په وينا، خو په دې اړه بايد ځکه څېړنه وشي، چې ښايي وژل شوي کسانو داسې عمل ترسره کړى وي، چې هغه ته به په اسلام کې د مرګ سزا ورکول کېږي، خو د محکمې له پرېکړې سره سم.

د ده په خبره، که طالبانو له صحرايي محکمو کار اخلي او يا سمدلاسه د يوه وه تورن په اړه پرېکړې کوي ، نو دې ته اسلام اجازه نه ورکوي.

مولوي عبدالرحمن وويل: ((که دغه ډول کارونه طالبان کوي، نو بايد بيا د مجاهد نوم ځان ته وانخلي او که بل څوک يې د طالبانو په نوم کوي، نو طالبان يې بايد ډېر ژر په اړه غبرګون وښيي.))

د مدني ټولنې فعال ضياء مبلغ بيا وايي، چې سره له دومره وژنو او تباهيو اوس هم د افغانانو وجدان په خوځښت نه دى راغلى او بايد نور د دې لپاره کار وشي، چې د عربو د پاڅونونو په څېر خلک د ظلم پر وړاندې ودرېږي.

د هغه په وينا، تر اوسه د هلمند د پېښې په اړه کره معلومات نشته، خو که چېرې شوې هم وي، نو هېڅوک حق نه لري، چې د شريعت په نوم په خپل سر له محکمې پرته دومره لويه فاجعه رامنځ ته کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغې په پېښې په اړه چې هر افغان خبر شوى، زړه يې درد کړى او هغه چا چې دا کار يې په خپله کړى ولې يې زړه درد نه کوي؛ ځکه چې هلته ديني عالمان ورته د دغه ډول عملونو فتواګانې ورکوي.

هغه وويل: ((اصلي مقصر هغه خلک دي، چې ځوانان او نا لوستي خلک دغه ډول عملونو ته هڅوي او د جنتونو وعدې ورکوي.))

د هلمند چارواکو دا ادعا هم کړې وه، چې دغه کار د کجکي لپاره د وسلوالو طالبانو له خوا ټاکل شوي ولسوال په امر شوى و، خو طالبانو دا ادعا هم رد کړې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.