غزني ښار (پژواک ۱۴ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په دوو ولسواليو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۱۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د وږي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په ګډو عملياتو کې د طالب قوماندان ملا تراب د ډلې نهه کسان وژل شوي او درې ټپيان دي.
د هغه په وينا، دغه عمليات تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د باتور، مصلي او يو شمېر نورو سيمو کې پيل شوي او لا هم روان دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دې ترڅنګ يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم عمليات پيل کړي، چې دوه وسلوال طالبان په کې وژل شوي دي.
د سادات په خبره، په وژل شوو کې د طالبانو يو مشهور قوماندان ملا صابر، چې په حمزه يې شهرت درلود، له خپلو ساتونکي سره وژل شوى دى.
ده وويل: ((په دغو عملياتو کې زموږ ځواکونو او ملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))
د يو بل خبر له مخې، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غزني د ملي امنيت رييس وايي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د غزني د ګيلان ولسوالۍ پر مرکز څو د هاوان مرمۍ توغولي، چې له دې ډلې يې يوه د يادې ولسوالۍ ترڅنګ پر يوه کور لګېدلې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يو ټپي دى.
د ملي امنيت رييس د دې پېښې مسووليت پر وسلوالو طالبانو اچوي.
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو له لوري ځانګړي عمليات پيل شوي، چې تر اوسه په کې ٢٠ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن