ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکایي فلم پر ضد په ننګرهار او پکتیا کې سوله ییز احتجاج وشو

دامریکایي فلم پر ضد په ننګرهار او پکتیا کې سوله ییز احتجاج وشو

author avatar
14 Sep 2012 - 17:38
دامریکایي فلم پر ضد په ننګرهار او پکتیا کې سوله ییز احتجاج وشو
author avatar
14 Sep 2012 - 17:38

جلال اباد ( پژواک ٢٤ مه وږي ٩١) په ننګرهار اوپکتیا کې سلګونو کسانو په امریکا کې د خپور شوي فلم پروړاندې سوله ییز لاریون او احتجاج وکړ.

د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ نږدې څلور زرو اوسيدونکو د امريکا هغې ويډيو پرضد لاریون وکړ، چې اسلام ته پکې سپکاوى شوى  دی.

دغه لاریون چې د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې پيل شوی و،  د تورخم جلال اباد لويه لار هم تر يوه ساعته پورې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

مظاهره کوونکو په هغو کسانو د مرګ شعارونه ورکول، کومو چې د يادې ويډيو په جوړولو او خپرولو کې برخه اخيستې وه.

د مظاهرې په پای کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړه شوې مجسمه او د هغه تن تصوير ته هم اور ورته شو، چې په ويډيو کې يې د اسلام سپکاوى کړ وو.

د غني خېلو د علماوو شورا مشر او د يادې مظاهرې مشر مولوي الله محمد پژواک اژانس ته وويل، مظاهره يې په امريکا د هغه تن پر ضد جوړه کړې ده، کوم چې په يوه ويډيوي فلم کې پکې د محمد (ص) سپکاوى کړى دى.

نوموړي پر ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ، چې ياد ويډيو جوړونکى دې په اسلامي محکمه کې محکمې ته تيار کړي.

مولوي الله محمد دا هم وويل، چې د امريکا ولسمشر دې په دغه کار له ټولو اسلامي هيوادونو څخه بښنه وغواړي او په راتلونکي کې دې د دا ډول کارونو د نه ترسره کولو تضمين ورکړي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال هم پژواک اژانس ته د يادې مظاهرې څخه ناخبري وښوده.

دغه راز نن د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې هم سلګونو کسانو د یاد فلم په غبرګون احتجاجي غونډه کړه او دا یې په کلکه وغندلو.

په دې غونډه کې چې د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه،  دولایتي شورا، علماوو شورا او د مدني ټولنو غړیو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

د ولایتي شورا رییس ښایسته جان احدي د یاد فلم غندلو ترڅنګ د امریکا حکومت له چارواکیو وغوښتل چې ددې فلم جوړونکي محاکمه کړي.

هغه پژواک اژانس ته سره د خبرو پر مهال وویل چې سوله ییز لاریونونه د ټولو حق دی او له افغانانو یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى، دغه فلم بيا په امريکا کې د هغې کليسا د ټري جونز له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.

د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا او مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د امريکا پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.

په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر وړاندې کلکو غبرګونونو ته په کتلو سره د امريکا سفارت له افغان مشرانو او افغانانو غوښتي، چې په دې اړه له زغم او ارامۍ څخه کار واخلي.

د افغانستان دولت هم پرون د ياد فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى په کلکه غندلى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.