کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ١٠ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو او چاودنو له امله د ملي اردو ١٠ سرتېري وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو شپږ سرتېري د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ، يو په لوګر، يو د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د چاودنو له امله وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پکتيا، کندهار او سروبي کې دوه سرتېري د مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
پرون هم د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو د ١١ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره مياشت ويلي و، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٦٠ سرتېري وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن