لښکرګاه (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې تېر ماښام د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې يو عام وګړى او دوه پوليس ووژل شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د ساپيانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له خوا پر دوو پوليسو، چې يو يې د ماښام پر لمانځه ولاړ و، ډزې وشوې.
فرهنګ وايي، چې د وسلوالو طالبانو په دغه بريد کې دواړه پوليس او په سيمه کې يو عام وګړى ووژل شول او يو بل عام وګړى ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، بريد کوونکي نږدې کلي ته تښتېدلي، خو پوليسو وروسته د پلټنو پر مهال په دغه کلي کې يو شمېر شکمن کسان نيولي دي.
د ګلالي په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ياد پوليس هره ورځ په دې سيمه کې د تلاشۍ لپاره درېدل.
هغه زياته کړه: ((تېر ماښام يې يو پوليس پر لمانځه ولاړ او بل يې امنيت ټينګ کړى و، چې طالبانو پرې بريد وکړ.))
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته درې مړي او يو ټپي ور وړل شوى دى.
سرچينې د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه وسلوالو طالبانو په ناوې ولسوالۍ کې د پوليسو د يوې پوستې قوماندان وژلى دى.
يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې طالبان د دغه قوماندان تر وژلو وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.