کلات (پژواک ٢تله ٩١):ځايي چارواکي وايي ، چې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ملکى وګړى وژل شوى او د محلي پوليسو قوماندان او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
دا څرګندونې د زابل د شاه جوى ولسوال محمد صديق پژواک خبري اژانس ته وکړې .
ده وويل، چې چاودنه نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د شاجوى په بازار کې په يوه موټر سايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکيو له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه ، چې د شاه جوى د محلي پوليسو قوماندان جمال خان برسېرن ټپي شوى او د چاودنې له ځاى څخه د ولسوالى تر ودانۍ په خپلو پښو تللى دى .
خو دى وايي، چې پاتې نور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .
د حکمت الله په نوم يو عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې د جمال خان په ګډون څلورتنه ټپيان شوي، چې ديوه تن ټپونه سخت وو.
ددې چاودنې مسووليت تردېدمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن