مزارشريف (پژواك ۱۲ تله ۹۱): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د (مازند بلخ) په نوم د سوداګريزو توكو نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندراتون د افغان او ايراني سوداګرو له خوا د تلې په ۱۲مه په مزارشريف ښار كې د عام بازار په پرتله پر وړ بيه د سوداګريزو توكو د وړاندې كولو په موخه پرانيستل شو.
په ياد نندراتون كې بېلابېل توكي، چې ډېرى په كې د برېښنا او د كور د جوړولو وسايل او سامانونه وو.
د ياد نندارتون له مسوولينو څخه د ابشار سوداګريز شركت رييس عبدالقادر نوايي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په ياد نندارتون كې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ژوندانه لسګونه ډوله توكي نندارې ته وړاندې شول.
نوموړي زياته كړه، چې په نندارتون كې د دوه ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت سوداګريز توكي نندارې وړاندې شول.
د هغه په وينا، په ياده پانګونه كې ۵۱ سلنه د افغان سوداګرو او ۴۹ سلنه د ايراني سوداګرو توكي نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوايي وويل، چې په دغه نندارتون كې د ايران هېواد تر څنګ د نورو ډېرو بهرنيو هېوادونو سوداګريز توكي هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې له دې لارې به افغانان د نورې نړۍ له ټيكنالوژۍ سره بلد شي او د ترلاسه کولو اسانتيا ورته برابروي.
د ياد نندراتون يوه نندارچي اسد حامد پژواك اژانس ته وويل، چې ورته توكي يې په عام بازار كې هم ډېرى ځاى ليدلي؛ خو دلته يې ډولونه يو څه توپير لري.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې يې بيې له عام بازار څخه كمه وي او د كيفيت په اړه يې هم خلك ډاډه شي نو ياد نندراتون به بريالى وي.
د نندراتون مسوولينو هم دعوه كوله، چې د دوى موخه دا هم ده، چې خپلو سوداګريزو توكو ته د همدې نندارې له لارې د كمې بيې له امله بازار پيدا كړي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن