ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا دې د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي

امريکا دې د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي

author avatar
18 Oct 2012 - 15:01
امريکا دې د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي
author avatar
18 Oct 2012 - 15:01

 کابل ( پژواک ٢٧ تله ٩١): حامد کرزي د ټاکنيز شکايتونو په کميسيون کې د بهرنيانو حضور د ملي حاکميت خلاف وباله او اعلان يې وکړ، چې افغانستان د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او هيله ده، چې امريکا هم د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي.

ولسمشر حامد کرزي نن د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د ناټو له عمومي سرمنشي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې افغانستان د ټاکنو له پروسې څخه د څارنې لپاره د بهرنيانو له حضور سره مخالف نه دى، بهرني څارونکي کولى شي راشي او د ټاکنو د پروسې د روڼتيا او غير روڼتيا څارنه وکړي.

هغه د امريکا د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو او د افغانستان پر وضعيت د جمهوري غوښتونکو او يا ديموکراتانو د بريالي کېدو د اغېزې په اړه وويل؛ فکر نه کوي، چې په دې ټاکنو کې چې هر ګوند بريالى شي، پر افغانستان دې اغېزه ولري.

هغه زياته کړه ، چې د امريکا سياست جوړ شوى دى او هر حکومت چې راشي د افغانستان پر وضعيت تاثير نه کوي.

خو هغه وويل: ” لکه څنګه چې موږ د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوو، هيله ده چې امريکا هم زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي. “

په دې خبري غونډه کې د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د داخلي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې دارنګه بريدونه، نه شي کولى د ناټو پر ماموريت او کړنلارې اغېزه وکړي.

هغه زياته کړه چې داخلي بريدونه د افغان او ناټو ځواکونو لپاره يوه ستره ننګونه او ګواښ دى، چې بايد په ګډه يې پر وړاندې مبارزه وشي.

د ناټو منشي زياته کړه چې د افغانستان دښمنان ښايي خپل تاکتيکونه بدل کړي، خو بريالي به نه شي او نه شي کولى هغه باور له منځه يوسي، چې په تېرو کلونو کې يې رامنځته کړى دى.

راسموسن داخلي بريدونه د افغانستان لپاره د ستراتيژۍ او د اندېښنې وړ موضوع وبلله، خو زياته يې کړه : ” دارنګه بريدونه نه شي کولى زموږ پر ماموريت او کړنلارې اغېزه وکړي. “

ولسمشر حامد کرزي په دې خبري غونډۀ کې داخلي بريدونه د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل: ” دا چې موږ له دې پديدې سره مخ يو، د اندېښنې وړ ده،موږ هيله لرو، چې د ناټو په همکارۍ وکړاى شو، ددې بريدونو مخه ونيسو. “

هغه زياته کړه چې نن يې د ناټو له عمومي منشي سره د لېږد پروسې د برياليتوب، د افغان ځواکونو په تجهيز او تقويت ، د افغانستان د دفاعي سيستم د تقويت او د ناټو د مرستو په اړه مفصلې خبرې وکړې ، چې ناټو خپلې اوږدمهاله ژمنې په ډاګه کړي دي.

حامد کرزي وويل، چې د لېږد پروسه له پروګرام سره سمه مخته روانه ده او د پلي کېدو په حال کې ده، حکومت چمتو دى، چې مسؤوليت په غاړه واخلي.

هغه زياته کړه ، چې افغان ځواکونه د افغانستان په ٨٥ سلنه خاوره کې د امنيت د ټينګښت مسووليت په غاړه لري او غواړي، چې د اړتيا په صورت کې دلېږد پروسه ګړندۍ کړي.

ولسمشر کرزي وويل: ” که چيرې د لېږد پروسې ته له بېلابېلو اړخونو وکتل شي، دا د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره يو زېرى دى، موږ چمتو يو چې دغه پروسه بشپړه کړو او که چيرې اړتيا وي، له ټاکل شوې مودې مخکې هم د مسووليت اخيستو ته چمتو يو. “

د ناټو عمومي منشي هم د لېږد پروسه يوه ښه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې افغان ځواکونو د خپل هيواد د درېيو برخو امنيت په غاړه اخيستى او په دې سيمو کې تاوتريخوالى کم شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه ځواکونه د اتيا سلنه عملياتو او د روزنې د ٨٥ سلنې پروګرامونو مشرتوب په غاړه لري او ناټو خوښ دى، چې د افغان امنيتي ځواکونو د امنيتي مسووليتونو د اخيستو وړتيا لري.

راسموسن زياته کړه، چې افغان ځواکونه به تر راتلونکي کال پورې د خپل ټول هېواد د امنيت مسووليت پر غاړه ولري او وروسته به د جمهوري رياست ټاکنې ترسره کړي او د ناټو او نړيوالې ټولنې قوي ملاتړ به ورسره وي.

له بلې خوا د ناټو عمومي سر منشي وويل، چې د ناټو ماموريت به د ٢٠١٤ کال تر پايه بشپړ شي او دغه ماموريت به د افغان ځواکونو د روزنې پر ماموريت بدل شي.

هغه زياته کړه ، چې نړيواله ټولنه د افغانستان اقتصادي او ټولنيزې پراختيا او د حکومت د وړتيا لوړولو په برخه کې ژمن دى او دا يو اوږدمهاله ژمنه ده، چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه به وي.

راسموسن ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې افغان ځواکونه درنه وسله نه لري، ناټو په دې برخه کې ګوم ګامونه اوچتوي؟ وويل د ايساف او ناټو غړيو هېوادونو د افغان ځواکونو د تجهيز په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي دي او اوس مهال له افغان حکومت سره يو ځاى کار روان دى، چې د افغان ځواکونو کمبودي او اړتياوې په ډاګه شي.

خو د ناټو عمومي منشي زياته کړه : ” مهمه ده، چې افغان ځواکونه ددې تجهيزاتو د مديريت وړتيا ولري، موږ ډاډ ترلاسه کړو، چې له تجهيزاتو نه څه ډول په سمه توګه ګټه پورته کېږي او موږ دې مسئلې ته متوجه يو. “

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.