لښکرګاه ( پژواک، ٢٧تله ٩١): دوه ماين خښوونکي د خپلو ماينونو په چاودنو کې ووژل شول، چې غوښتل يې په هلمند ولايت کې يې د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى کړي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سيد احمد فرهنګ نن ( د تلې ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار څلور نيمې بجې د لښکرګاه ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د صافيانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
فرهنګ زياته کړه ،چې دغه دوه ماينونه د سړک پر سر يو بل ته نږدې ، چې ډېرى وختونه هلته حکومتي ځواکونه په تالاشي او د موټرو په ګزمه بوخت وي، ځاى پر ځاى شوي وو، چې ديوه په چاودېدو سره بل هم والوت.
هغه زياته کړه، چې پوليس له پېښې وروسته ډېر ژر سيمې ته ورسېدل او يو بل ماين يې، چې د پېښې د سيمې په سل مترۍ کې ايښودل شوى و، شنډ کړ.
د لښکرګاه ښار د شپږمې امنيتي حوزې قوماندان دويم څارن نفس خان پژواک ته وويل، کله چې سيمې ته ورسېد، دوه مړي يې وليدل.
هغه د پېښې په سيمه کې د يوې اندازې اسنادو د پيدا کولو خبره وکړه، خو د ماين ايښودونکو هويت يې په ډاګه نکړ.
د سيمې خلک وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه، چې د پېښې د سيمې شاوخوا د يو شمېر کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.
امنيتي چارواکي وايي، چې په دې چاودنه کې ولسي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى، خو د زيان د کچې په اړه کره شمېره په لاس کې نشته .
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.