لښکرګاه (پژواک، د لړم لومړۍ ٩١): د هلمند د سولې د ولايتي شورا د دارالانشاء د رييس پلار او د عليزو قومي مشر ووژل شو.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس انجنير داوود فرهنګ د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پلار يې تېره شپه په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ماخوستن د لمانځه پر مهال په جومات کې ووژل شو.
د فرهنګ په وينا، چې پلار يې لومړى ټپي و او بيا يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر هم د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې پوليسو سيمه کلابنده کړې او په اړه يې پلټنې شوې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې حاجي عبدالصمدخان په سيمه کې د عليزو د قوم نفوذي قومي مشر و او له دولت سره يې ډېره مرسته کوله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د ټولنيزې شورا دوه غړي د و سلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي وو.