Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د ګندمي اثارو نندراتون پرانېستل شو

 کابل ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): د غنمو له سوارې (وښو) د ليکل شوو اثارو نندارتون، چې د يوه هنرمند ٤٠ اثره دي، نن نندارې ته کېښودل شول.

 دغه اثار د امان الله ګندمي اړوند دي، چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغ شوى دى.

 هغه ډېر کلونه خپلې نقاشۍ په روغني رنګ کولې، خو له اتو کلونو را هيسې يې د غنم د بوټي له نارونو نقاشي پيل کړې ده.

 هغه چې خپل هنر يواځې له خلکو سره د اړيکو وسيله بولي وايي، چې دغه اثار يې د څو کلونو د زحمتونو پايله ده، چې په ډېر دقت، مهارت او حوصله مندۍ يې جوړ کړي.

 ګندمي پژواک اژانس ته وويل: ((هېواد راباندې ګران دى، خوښيږي مې چې په دغه نندارتون کې خپل افغاني کولتور تصويري وړاندې کړم. هر څو چې هنر د ګډې ژبې په توګه پېژندل کيږي، خو زه غواړم چې نورو ته خپل بډايه تاريخ ور وپېژنم.))

هغه څه چې د خلکو پام يې د دغه نقاش تابلو ګانو ته راجلبولو، د سوژو د غوراوي توپير، دقيق کار او له وږي څخه په جالب ډول د رنګ کارول وو. 

 د يادو اثار په جمله کې، د شاه امان الله خان تصويرونه، ملي اتڼ، يوه کوچۍ د خپلې خيمې په څنګ کې او تاريخي ودانۍ، طاق ظفر، شاه دوشمشېره جومات او د کابل هرات بالاحصارونه، تر ټولو ډېر د خلکو پام ځان ته را اړولو.

 د غنمو وږي نقاشي، په چينايي سبکونو پورې تړلې ده، خو په افغانستان کې دغه سبک يواځې د ګندمي پلار له خوا دود شوې ده.

 خو ګندمي وويل: ((له دې سره چې موږ د اطلاعاتو کولتور وزارت چارواکي هم دعوت کړي وو، خو د هغوى نه راتګ او نه همکاري موږ متاثر کړو.))

 په دغه نندارتون کې چې د کابل سرينا هوټل کې جوړ شوى و، يو شمېر افغان او بهرني فرهنګيان هم د ګندمي اثارو د ليدنې په موخه راغلي وو.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.