Language

په خپلمنځي نښته کې يو پوليس او دوه د ايساف سرتېري ووژل شول

 لښکرګاه (پژواک، ٤ لړم ٩١): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليسو او بهرنيو ځواکونو په نښته کې يو پوليس او دوه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون (د لړم ٣مه) مازيګرمهال پر دوو پوليسو،چې اودس يې کاوه او ايساف ځواکونو پرې د مخالفينو ګومان کړى و ، ډزې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو پوليس او دوه بهرني ځواکونه وژل شوي دي.

د فرهنګ په وينا، سيمې ته د تللي پلاوي په لومړيو څېړنو کې جوته شوې، چې دا پېښه د سوء تفاهم له امله رامنځ ته شوې ده.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د ګرشک په (ګډا) نومي قرارګاه کې د نقيب الله په نوم يوه عسکر پر بهرنيو ځواکونو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې ٦ بهرني عسکر وژلي دي.

د يادونې  ده، چې په هلمند ولايت کې ډېرى بريتانوي ځواکونه مېشت دي.