کابل (پژواک ٧ لړم ٩١): په کابل کې د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مسوولين وايي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د رامنځته کېدونکو حالاتو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې او له امله يې په کابل ښار کې د ځمکو او جايدادونو بيې ټيټې شوې دي.
ټاکل شوې چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې د ټول افغانستان د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي او په همدغه کال بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
د بحران په نوم نړيوال ګروپ تېره مياشت راپور ورکړى و، چې تر دغه کال وروسته په افغانستان کې يو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل او بحران رامنځته کېداى شي.
دغه ډول راپورونو د خلکو اندېښنې زياتې کړې او د همدغو اندېښنو له امله په کابل ښار کې د ځمکو او جايدونو بيې ټيټې شوې دي.
په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په دې ښار کې د کورونو بيې په منځنۍ کچه ٢٠ په سلو کې او کرايې ٦٤ سلنه راټيټې شوې دي.
د کابل په نوي ښار کې د بهاران د معاملو د لارښوونې د دفتر مسوول محمدخان وايي، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې د اخيستو او خرڅولو هېڅ ډول معامله نه ده کړې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په همدې موده کې ورسره شاوخوا سل کورونه د خرڅلاو او کرايې لپاره ثبت شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې هره مياشت يې د کرايې، خرڅولو او اخيستلو دوه يا درې معاملې ترسره کولې.
محمد خان وايي، چې اوس مهال د کابل د نوي ښار په هر سړک او کوڅه کې د کرايې او خرڅلاو دوه درې کورونه خالي شته؛ چې پخوا د موسسو له خوا په کرايه نيول شوي وو، خو اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي.
نوموړى وايي، چې تېر کال يوه بسوه ځمکه په نوي ښار کې په ١٥٠ زره او په قلعه فتح الله کې په ٩٠ زره امريکايي ډالرو وه.
خو هغه زياتوي، چې اوس دغه بيې په نوي ښار کې ١٢٠ زرو او په قلعه فتح الله کې ٧٠ زرو ډالرو ته راټيټې شوې دي.
محمد خان وويل، چې تېر کال د يوه کور چې ٢٠ خونې به يې درلودې، ١٧ زره ډالره کرايه يې وه، خو اوس د دغه ډول کورونو کرايې ٥٠٠٠ ډالرو ته راتيټې شوې دي.
د هغه په وينا، په قلعه فتح الله کې د درېيو خونو لرونکى کور، چې پخوا ٧٠٠ ډالره کرايه وه، اوس ٥٠٠ ته راټيټ شوې ده.
ده زياته کړه: ((خلک تر ٢٠١٤ کال وروسته د هېواد په حالاتو باور نه لري؛ ځکه د ځمکو او کورونو سوداګري هم نه کوي.))
د وزير اکبرخان په پنځلسم سړک کې د محمدي د معاملو د لارښوونې د دفتر مسوول وفيق الله محمدي وايي، چې په تېرو اتو مياشتو کې يې د اخيستلو او خرڅولو يواځې دوه معاملې کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دلته هم په هره کوڅه کې څو کورونه خالي پراته دي، چې څوک يې په کرايه نه اخلي، په داسې حال کې چې پخوا موسسو په کرايه رانيولي وو.
دى وايي، چې د کورونو بيې هم د اخيستونکو د نه شتون له امله ټيټې شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يونيم کال مخکې د يوې بسوې ځمکې بيه په ٢٠٠ زره امريکايي ډالره وه، خو اوس ١٧٠ زرو ډالرو ته راټيټ شوې ده او د هغو کورونو چې پخوا يې بيه يو ميليون ډالره وه اوس ٨٠٠ زرو ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د محمدي په وينا، په وزير اکبرخان کې پخوا يو کور چې په لس زره ډالر کرايه ورکول کېده اوس يې خلک په څلور زره ډالر هم نه نيسي.
ده زياته کړه: ((زه فکر نه کوم چې خلک د هېواد د ناسمو حالاتو له امله په دغو کارونو کې خپلې پيسې ولګوي.))
د کابل د درېيم مکروريانو په سيمه کې د عتيق شفا د معاملو د لارښوونې د دفتر مسوول حاجي عتيق الله وايي، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې هېڅ کار نه دى کړى.
د هغه په وينا، په دې سيمه کې هم د کورونو کرايې او بيې ټيټې شوې دي.
ده زياته کړه، چې پخوا د درېيو خونو لرونکي کور بيه ١٤٥ زره امريکايي ډالره وه، خو اوس يې بيه ١١٥ زره ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د عتيق الله په وينا، پخوا د درېيو خونو لرونکي کور کرايه ٥٠٠ ډالره وه خو اوس په ٤٠٠ ډالرو دى.
د کابل ښار په بې نقشې سيمو کې هم د کورونو او ځمکو بيې ټېټې شوې دي.
د کابل ښار د دشت برچي په سيمه کې د بهمن علي د معاملو د لارښوونې د دفتر مسوول بهمن علي پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې د خرڅلاو دوه معاملې کړې دي، دا په داسې حال کې ده، چې پخوا يې په دې موده کې د ٢٠ او ٣٠ ترمنځ معاملې کولې.
د هغه په وينا، تېر کال په دې سيمه کې د يوې بسوې ځمکې بيه ٨٠٠ زره افغانۍ وه، خو اوس يې بيه ٥٠٠ زرو ته راټيټه شوې ده.
بهمن علي وايي، چې پخوا د يوه څلور خونيز کور کرايه ١٥ زره افغانۍ وه، خو اوس له لس زرو راټيټه شوې ده.
خو د سياسي چارو کارپوهان له ٢٠١٤ کال وروسته د خلکو اندېښنې بې ځايه بولي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې کېداى شي د ياد کال په لومړيو کې ځينې ستونزې پيدا شي، خو د نړيوالې ټولنې ژمنو ته په کتو سره د هېواد اقتصادي حالت نه شي خرابېدلى.
هغه زياته کړه، چې ځينې بهرنۍ رسنۍ په افغانستان کې يو رواني جګړه پيل کړې او غواړي چې دلته ګډوډي رامنځته کړي.
نوموړى وايي، چې که ١٣٩٣ لمريز کال په ولسمشريزو ټولټاکنو کې سم ولسمشر وټاکل شي او سمه کابينه جوړه شي، نو د حالاتو د خرابېدو امکان نه ليدل کېږي.
د سياسي چارو بل کارپوه حسن حقيار بيا وايي، چې د ځمکو د غصب مافيا د خپلې ګټې په موخه دغه ډول اوازې خپروي او په خلکو کې وېره اچوي.
د هغه په وينا، له هېواده د پانګه والو له خوا د پانګونې ايستل ملي خيانت دى او دولت بايد د دې مخه ونيسي.