ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوک وهونکي رحیمي خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړه

افغان سوک وهونکي رحیمي خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړه

author avatar
30 Oct 2012 - 21:56
افغان سوک وهونکي رحیمي خپل تانزانیایي سیال ته ماتې ورکړه
author avatar
30 Oct 2012 - 21:56

کابل ( پژواک ۹ لړم ۹۱ ) : د کابل د لويې جرګې په خیمه کې د سوک وهنې نړیوال اتل افغان لوبغاړي حمید رحیمی خپل تانزانیایي سیال سعید امبلوا ته په اووم راونډ کې ماتې ورکړه.

دا سیالي چې نن د لړم په ۹مه، دشپې په ۹:۵۸بجو پیل شوه، د ملي تلویزیون او د خصوصي خورشید تلویزونونو له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کیده.

رحیمي د ۷۰ کیلو ګرامو وزن په دې سیالۍ خپل سیال په اووم راونډ کې ناک اوټ کړ او تانزانیایي سیال د سختو سوکونو وهلو سره ونه شو کولی چې لوبې ته ادامه ورکړي او دغه راز لوبه درحیمي په بریا پای ته ورسیده.

د سيالۍ په پاى کې هغه کمربند، چې د سوک وهنې په برخه کې نړيوال ارزښت لري، د سوک وهنې د نړيوالې اتحاديې په رسمي اجازه ليک د سيالۍ ګټونکي افغان لوبغاړي حمید رحیمي ته ورکړل شو.

دا لوبه ((د سولې لپاره مقابله)) په نوم نومول شوی و.

حمید رحیمي تر سیالۍ وروسته پخپلو خبرو کې دافغانستان له دولت څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې ددې سیالیو ترسره کولو لپاره امکانات برابر کړ.

دغه راز هغه له راغلو افغانانو او نندارچیانو هم مننه وکړه، چې د لوبې پر مهال یې دی تشویق کړل.

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم سیال یې پیاوړی لوبغاړی دی، او څو سوکونه یې هم ورکړل، خو بیا هم دی وکولی شو چې هغه مات کړي.

 

ددې سیالۍ نندارې ته سلګونه کسان دلویې جرګې خیمې ته راغلي وو او خپل افغان لوبغاړی یې تشویقولو.  ددې سیالۍ ټکټ له دریو زرو افغانیو څخه تر اوه نیم زرو پورې ټاکل شوی و، خو په وروستیو شیبو کې د ټکټونو بیه ۱۵۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې وه.

ددې سیالۍ تر پیلیدو مخکې د سوک وهنې نړيوال افغان اتل حميد رحيمى ویلي وو، چې په افغانستان کې د سيالۍ کولو ارمان يې پوره کېدونکى دى، نو ډاډه دى، چې د راتلونکې سه شنبې په سيالۍ کې به خپل افريقايي سيال ته  ماته ورکوي.

د نوموړي سيال سعيد امبلوا هم د سوک وهنې د نړيوالو سياليو اتل دى.

رحيمي هم د تېر کال په وروستيو کې خپل بلاروسي سيال روسلان رودوپچ ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې په برخه کې  د سوک وهنې د نړيوالې اتحاديې(WBO ) اتلولي خپله کړه.

د دې سيالۍ تنظيموونکى کرستوفر ويل وو، چې په افغانستان کې د دې سيالۍ ترسره کول يو خوب وو، چې اوس په واقعيت بدل شو.

رحيمي وايي، چې تر دې مهاله دا شان لوبې آن د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو پاکستان، هندوستان، تاجکستان او ايران کې هم نه دي ترسره شوي.

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د تانزانیایي سیال په وړاندې د حمید رحیمي د بریالیتوب له امله هغه او د افغانستان اولس ته مبارکي وويله.

همدارنګه د تانزانیایي سوک وهونکي سعید امبلوا چې افغانستان ته راغی او دلته یې سیالي وکړه، قدرداني وکړه.

 

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.