Language

په داخلي بريد کې څلور پوليس ووژل شول

لښکرګاه ( پژواک ١٢ لړم ٩١ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د داخلي بريدونو په لړ کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي بريدمن  توريالي د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه تېره شپه په درې نيمو بجو رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دى پخپله بېګا د موسى کلا پر لويه لاره او نورو سيمو کې د پوليسو پر پوستو وګرځېد ، خو په يوه پوسته کې د پوليسو شمېره کمه وه.

د توريالي په وينا، ده دغې پوستې ته ،چې د موسى کلا ولسوالۍ پر لويه لاره پرته ده، څلور نور پوليس ولېږل.

دى وايي، چې د شپې ناوخته ددې پوستې پخوانيو څلورو پوليسو نوي ورغلي څلور پوليس وژلي او پخپله له پنځو ميله وسلو سره تښتېدلي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرکز  مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل ، چې سيمې ته يې د پلټنو په موخه يو پلاوى لېږلى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

درې اونۍ مخکې هم په ګرشک ولسوالۍ کې ديوې پوستې پنځه پوليس له مسموم کېدو وروسته وژل شوي وو.

د يادونې  ده چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ دداخلي بريدونو لړۍ تونده شوې ، چې افغان او ناټو ځواکونو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.

په دا ډول پېښو کې ډېرى بهرني سرتېري وژل شوي ، چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په دا ډول ٣٦ بريدونو کې شاوخوا ٥٧ بهرني سرتېري وژل شوي دي.