Language

د دوو ځانمرګو په ګډون د دولت د ٩ مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

لښکرګاه (پژواک ١٦ لړم ٩١): چارواکو په هلمند ولايت کې د دوو بېلابېلو عملياتو پر مهال د دوو ځانمرګو په ګډون د نهو وسلوالو د وژلو خبر ورکړ.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه د لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او له هغه کور څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي، چې عمليات پرې ترسره شوي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د ايساف په عملياتو کې وژل شوي عام وګړي او کروندګر دي.

د باباجي سيمې شاوخوا٣٠ تنو، چې قومي مشران هم په کې وو، نن د وژل شوو کسانو مړي د احتجاج په توګه لښکرګاه ښار ته راوړي وو.

د دې سيمې يوه قومي مشر دوست محمد پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو پر هغې خونې لاسي بم غورځولى، چې ياد کروندګر په کې بيده و .

د محراب په نوم يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دغه کروندګر په سيمه کې د جوارو د فصل تر راټولو وروسته د اسماعيل په نوم د يوه تن په کور کې مېشت و .

بلخوا د دغه ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه افغان او ايساف ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج سيمې په بېلابېلو کليو کې عمليات ترسره کړي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د کندهار – لښکرګاه پر لويه لاره د ٦٠١ سړک پر مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې د دوو ځانمرګيانو په ګډون شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي او وايي ، چې له دغو مخالفينو يې لس موټرسايکلونه، څلور نور له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلونه، مخابرې او ١١٢ ماينونه هم ترلاسه کړي دي.

ياد مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics