کابل ( پژواک ١٦ لړم ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ١٥ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د ياد وزارت لخوا د لړم په ١٦ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې يادو سرتېرو ته مرګ ژوبله په هلمند، کاپيسا، غزني، فراه، زابل او کندهار ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او د ماين په چاودنو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړه ،چې په دې پېښو کې درې سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي ،چې ټپي سرتېري بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو مخالفينو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
وروسته له هغه ، چې د هېواد د ٧٠ سلنه خاورې دامنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو مياشتو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٥٠ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن