ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: د افغانستان په اړه به د اوباما په تګلاره کې بدلون را نه شي

کارپوهان: د افغانستان په اړه به د اوباما په تګلاره کې بدلون را نه شي

author avatar
7 Nov 2012 - 16:13
کارپوهان: د افغانستان په اړه به د اوباما په تګلاره کې بدلون را نه شي
author avatar
7 Nov 2012 - 16:13

کابل ښار (پژواک ١٧ لړم ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې د افغانستان په اړه به د بارک اوباما د ټاکنيز کمپاين په شعاري تګلاره کې بدلون را نه شي.

د امريکا ولسمشريزې ټولټاکنې چې پرون ترسره شوې، د ډيموکراتانو کانديد ولسمشر بارک اوباما خپل سيال جمهوري غوښتونکي مېټ رامني ته ماتې ورکړه او د دويم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په دغو ټاکنو کې يوه کانديد ته د ګټلو لپاره ٢٧٠ رايې په کار وې، اوباما د ټاکنيزو ٣٠٣ حوزو رايې او سيال يې د ٢٠٦ هغو رايې خپلې کړې دي.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان په اړه به د بارک اوباما په تګلاره کې بدلون را نه شي.

د هغه په وينا، اوباما چې په تېره دوره کې کومه تګلاره د افغانستان په اړه درلوده، هماغه يې په خپل کمپاين کې شعار وه او په اوسنۍ دوره کې به هم همدغه تګلاره پر مخ وړي.

نوموړي په دې اړه، چې د اوباما او حامد کرزي ترمنځ اړيکې هم ډېرې ښې نه دي، دا به د افغانستان پر حالاتو څه اغېز ولري؟ وويل، چې د دوى ترمنځ اړيکې د امريکا د پخواني ولسمشر جورج بوش په څېر ښې نه دي، خو ډېرې ترينګلې هم نه دي.

حقيار وويل: ((دواړه ولسمشران يو بل ته اړ دي او له همدې امله به دوى په خپل منځ کې تعامل کوي او د افغانستان په اړه به ګډ تصميمونه نيسي.))

هغه د مېت رامني د نه بريا په اړه خوښي وښوده؛ ځکه هغه ويلي وو، چې پښتانه ټول ترهګر دي او د ځپلو په موخه يې بايد له پاکستان سره مرستې ډېرې شي.

د سياسي چارو کارپوه ببرک شينوارى هم وايي، چې د افغانستان په اړه د اوباما تګلاره به هماغه پخوانۍ وي، چې په خپل ټاکنيز کمپاين کې يې هم يادونه کړې ده.

د ده په خبره، په امريکا کې بهرنۍ او نورې پخې تګلارې د ولسمشر په نوي کېدو بدلون نه مومي، بلکې د واک په لېست کې اضافه والى راځي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېر ځل په څېر، چې اوباما په لومړي ځل ولسمشر شو، افغانان دومره نه دي خوښ؛ ځکه د هغه په دوره کې په افغانستان کې امنيت، پرمختګ او په بهرنيو کړيو او افغان دولت کې د فساد په کچه کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى.

شينواري وايي، چې د اوباما او کرزي ترمنځ اړيکې اوس هم ترينګلې دي او د کرزي د دورې تر پاى ته رسېدو پورې به دوى په خپلو تصميمونو او کړنو کې کومې مثبتې پايلې ته ونه رسيږي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وياند حيات الله حيات هم پژواک اژانس ته وويل، چې بارک اوباما تېر ځل هم، چې په خپل ټاکنيز کمپاين کې کومې ژمنې کړې وې، پر هغو ژمن پاتې شو او دغه ځل به هم د افغانستان په اړه د ده په تګلاره کې بدلون را نه شي.

د هغه په وينا، د اوباما بيا برياليتوب د افغانستان په ګټه دى؛ ځکه هغه په تېره دوره کې د افغانستان په اړه پوره بلد شوى او پوهېږي، خو که نوى څوک راغلى واى، نو يو لړ ستونزې به راپيدا شوې واى.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشر کرزي او اوباما ترمنځ به هم پخوانۍ ترينګلتيا له منځه ولاړه شي؛ ځکه د دوى ترمنځ مخالفت پر واقعاتو نه، بلکې په سياسي حالاتو و.

د حيات په خبره، راتلونکى کال د افغانستان او امريکا لپاره له دې امله چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې دي او بهرني ځواکونه وځي، ډېر حساس دى او دواړه خواوې به پخواني اختلافونه په خپل منځ کې هوار کړي.

په کندهار کې يوه سياسي کارپوه انجنير عبدالکبير دروېش د اوباما برياليتوب د هېواد په ګټه بولي او وايي، دا چې ګڼ شمېر افغانان په ټاکنو کې د اوباما پلويان وو، په کار ده هغه دغه ځل د دوى غوښتنو ته ډېر پام وکړي.

دى وايي، دا چې امريکا او افغانستان دا مهال ستراتېژيک دوستان دي او پاکستان په پر له پسې توګه نه يوازې پر هېواد توغندويي بريدونه کوي، بلکې ترهګر هم حمايه کوي، په کار ده اوباما دغه ځل دې مسئلې ته زيات جدي و اوسي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه، چې امريکا دې د هېواد اقتصاد ته زياته پاملرنه وکړي او عام المنفعه اوږدمهاله پرمختيايي کارونه دې ډېر کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.