پلعلم (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د لوګر د کرکټ امریت وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.

د لوګر د کرکټ ادارې امر حشمتالله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د کرکټ بورډ ادارې له لوري د انټرکلب رسمي سیالۍ دي چې د مرکز پلعلم په ګډون د ټولو ولسوالیو د کرکټ ۱۸ لوبډلو په کې ګډون کړی دی.

ستانکزی زیاتوي چې د کرکټ پیل شوې انټرکلب سیالۍ په درېیوو کټګوریو وېشل شوي او هره لوبډله به په هره کټګورۍ کې ۲۵ اووره لوبه کوي.

نوموړي وویل: «خوښ یم چې په لوګر کې د کرکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل شوې چې موخه یې د ولایت په کچه دویمه درجه لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوی، د کرکټ د لوبغاړو ترمنځ همغږي او د هغوي ظرفیت لوړول دي.»

هغه همدارنګه زیاتوي، د پيل شوو سیالیو ځينې لوبې به د پلازمېنې کابل په کټواز کرکټ اکاډمي کې ترسره شي.

د انټرکلب سیالیو یوه لوبغاړي احمدجاوید پژواک ته وویل، خوښ دی چې د روان کال په انټرکلب سیالیو کې لوبیږي.

نوموړي کرکټ بورډ ادارې ته وړاندیز وکړ چې دوی ته په خپل ولایت کې د رسمي لوبو ترسره کولو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کندوز ولایت کې هم د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پيل شوې.